تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د ایران او اسرائيل متقابل بریدونه؛ د بریتانیا لومړی وزیر وایي له متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستلو لپاره پر پلان کار کوي

اسرائيل وايي په تهران، تبریز او شیراز کې یې د ایران د حکومت پر زېربناوو "هممهاله" بریدونه کړي دي.‌ بلخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې ېې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي. دا متقابل بریدونه داسې حال کې دوام لري چې د بریتانیا لومړی وزیر ویلي له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستل کېدو لپاره پر عملي پلان کار کوي.

لنډیز

  • اسرائيل وايي د ایران پلازمېنه او څو ښارونو کې یې د حکومت پر زېربناوو هممهاله بریدونه کړي
  • د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې یې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي
  • بریتانیا لومړی وزیر وايي دوی له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو پر پلان کار کوي
  • ورمخکې ټرمپ ګواښ کړی و چې که متحدين د هرمز تنګي پرانيستلو کې مرسته ونه کړي دا به ناټو لپاره "ډېرې ناوړه" پايلې ولري
  • هغه زیاته کړې وه دې باور لري چې ایران غواړي خبرې اترې وکړي
  • د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې الوتنې له "ډرون برید" ورووسته په لنډمهالې ټوګه ځنډول شوې دي
  • د اسرائیل پوځ وايي‌ د لبنان سویل کې یې محدود ځمکني عملیات پیل کړي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ابوظبي کې دوه تنه د ایراني ډرون ټوټو ټپیان کړي

    د ابوظبي چارواکي وایي چې د ایراني توغندیو او ډرون بریدونو له شنډولو وروسته، دوو سیمو کې د رالوېدلو ټوټو له امله دوه تنه ټپیان شوي.

    د ابوظبي د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د هوايي دفاع ځواکونو ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه راوغورځوله. تر دې وړاندې د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت ویلي وو چې له ایرانه د توغندیو او ډرون الوتکو د ګواښونو ځواب یې ورکړی دی.

  2. وروستی, د ایران اسلامي جمهوریت بېلابېلو چارواکو او بنسټونو لخوا له مجتبی خامنه‌يي سره بیعت

    ایران کې د نوي مشرتابه په توګه د مجتبی ‌خامنه‌يي تر ټاکل کېدو وروسته د بېلابېلو بنسټونو، چارواکو او مخورو لخوا د دې پرېکړې هرکلی او له نوموړي سره "بیعت" شوی دی.‌

    د ایران د ملي‌امنیت عالي شورا منشي علي‌ لاریجاني، ولسمشر مسعود پزشکیان، د قضایه قوې رییس محسني اژه‌يي، د نظام د مصحلت د تشخیص مجمع رییس صادق لاریجاني د مخکیني روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د دفتر رییس، د مجلس یا پارلمان غړو، د سپاه پاسداران ځواکونو بېلابیلو قطعاتو، وزارتونو، د عامه نظم قومندانۍ او همدا راز بېلابېلو سپورتي کلبونو د اعلامیو په خپرولو سره له مجتبی‌ خامنه‌یي سره بیعت اعلان کړی دی.‌

  3. د ایران ځینو ښارونو کې وژل شوي کسان نن خاورو ته سپارل کېږي

    نن (دوشنبه/د مارچ‌ ۹مه) د کرمان، یاسوج او بیرجند په ګډون د ایران بېلابېلو ښارونو کې له اسرائیل او امریکا سره په روانه جګړه کې د وژل شویو کسان د تدفین مراسم شوي دي.‌

    په تهران، بجنورد، اصفهان او څو نورو ښارونو کې وژل شوي کسان تېره شپه خاورو ته سپارل شوي وو.

    د روانې کب/حوت میاشتې تر ۱۴مې پورې د ایران له اړخه دغه هېواد کې د ۱۲۳۰ کسانو د مړینې اعلان شوی دی.‌

  4. وروستی, د ایران لخوا د توغندیو او ډرونونو د تازه بریدونو خبر ورکړ شوی

    د اسرائيل پوځ د ایران لخوا د توغندیو په وسیله د بریدونو د نوې څپې خبر ورکړی دی.‌

    د اسرائيلي ځواکونو لخوا خپاره شوي بیان کې راغلي، "دفاعي سیستمونه د ګواښ مخنیوي لپاره پر فعالیت بوخت دي."

    هممهاله د متحدو عرب اماراتو دفاع وزارت هم ویلي، چې د دوی دفاعي سیستمونه د ایران له اړخه د توغول شویو توغندیو او ډرونونو مقابله کوي.

    د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، د هېواد په ځینو سیمو کې اورېدل شوي غږونه د دفاعي سیستمونو د فعالیت دي، او دا چې ترڅنګ یې جنګي جټونه هم د چاودېدونکو ډرونونو پر مخنیوي او شنډولو بوخت دي.

    د سعودي عربستان دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د دغه هېواد د 'شیبه نفتي حوزې' پر لور یو روان ډرون یې کشف او ویشتلی دی.

    شیبه‌ نفتي حوزه د سعودي د سویل ختیځ ربع‌الخالي سیمه کې د متحدو عرب اماراتو د ابوظبۍ د سویل شاوخوا ۱۰ کیلومتره واټن کې پرته ده.

  5. وروستی, فاکس نیوز: ټرمپ د ایران د نوي مشر له ټاکل کېدو "خوښ نه دی"

    فاکس نیوز په خپل یوه پروګرام کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له قوله ویلي چې هغه د ایران د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنه يي له ټاکل کېدو "خوښ نه دی".

    د یادې خبري شبکې کوربه برایان کلیمایډ ويلي، د ایران د نوي مذهبي مشر د ټاکل کېدو له اعلان وروسته، یې له ډونلډ ټرمپ سره خبرې کړې او د امریکا ولسمشر ورته ویلي چې دی له دې "خوښ نه دی."

    ښاغلي کلیمایډ د خبرو اترو نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي او ټرمپ هم تر اوسه په دې اړه په عامه توګه تازه غبرګون نه دی څرګند کړی.

    خو وړاندې ډونلډ ټرمپ له اکسیوس وېبپاڼې سره په مرکه کې، د وژل شوي ایراني مشر د زوی، مجتبی خامنه يي، چې ۵۶ کلن دی، سره د کار کولو شونتيا رد کړه او ويلي یې وو، "د خامنه يي زوی یو کمزوری کس دی."

    ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ هم ویلي وو چې د ایران راتلونکی مشر "باید زموږ تائید ترلاسه کړي؛ که داسې ونشي، هغه به ډېر وخت پاتې نشي."

  6. امریکا له ایران سره په جګړه کې د خپل اووم سرتېري د وژل کېدو اعلان وکړ

    د یکشنبې په ماښام، (مارچ اتمه) د امریکا مرکزي قوماندې پر خپله اېکس پاڼه وليکل، یو امریکایی پوځي چې د ایراني بریدونو پر مهال ټپي شوی و، مړه شوی دی.

    امریکا وايي، "دغه پوځي د يکشنبې په ورځ (د مارچ لومړۍ) په سعودي کې پر امریکایي ځواکونو د برید پر مهال سخت ټپي شوی و".

    د امریکايي چارواکو په وینا له ایران سره په جګړه کې دا اووم امریکایی سرتېری دی چې وژل کېږي.

    امریکايي چارواکي وايي د سرتېري پېژندګلوي به تر ۲۴ ساعتونو پورې تر هغه چې خپلوان یې نه وي خبر شوي، پټه وساتل شي.

  7. وروستی, دولتي رسنۍ وايي په بحرین کې د ډرون برید له کبله لږترلږه ۳۲ تنه ټپيان شوي

    د بحرین دولتي رسنۍ بحرين نيوز اژانس د راپور له مخې پلازمېنې منامې ته څېرمه د ایران ډرون برید کې لږترلږه ۳۲ کسان ټپيان شوي دي.

    په راپور کې د روغتيا وزارت له قوله ويل شوي چې ټول ټپيان بحريني وګړي دي. په دوی کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ هم شامله ده چې په سر او سترګو سخته ټپي شوې ده. تر تولو د کمر عمر ماشوم دوه مياشتنی دی.

    په راپور کې راغلي چې د ماشومانو په ګډون د څلورو تنو ټپيانو حالت "نازک" دی او د جراحۍ عملیاتو ته اړتيا لري.

  8. امریکا په ریاض کې د خپل سفارت کارکوونکو ته له سعودي د وتلو امر کړی

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د دغه هېواد غیر ضروري دولتي کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې له سعودي عربستان څخه ووځي.

    دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د خلیج هېوادونه د ایران بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دا ګام د امنیتي خطرونه له کبله اخيستل کېږي.

    یاد وزارت یو ځل بیا له هغو امریکایي وګړو چې سعودي ته د سفر نيت لري غوښتي چې دغه هېواد ته د سفر په اړه بیا غور وکړي، او د "ایراني بې پیلوټه الوتکو او توغندیو لخوا د امریکا ګټو پر وړاندې د احتمالي برید، وسله والې شخړې، ترهګرۍ، د سفر بندیز او په ټولنیزو رسنیو کې د سیمه ایزو قوانینو" په څېر خطرونو ته یې اشاره کړې ده.

  9. د ایران سپاه پاسداران د مجتبی خامنه يي له ټاکل کېدو وروسته پر اسرائیلو د تازه توغندیزو بریدونو خبر ورکړی

    د ایران خبري اژانسونو لکه ایسنا د ایران د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنه يي د ټاکنو له رسمي اعلان څو ساعته وروسته پر اسرائیلو د توغندیو بریدونو د نوي څپې راپور ورکړی دی.

    له تېرو څو ورځو راهيسې، پر اسرائیلو د ایران توغندیزو بریدونو دوام درلود، خو شمېر یې کم شوی و.

  10. په نړیوال بازار کې د یوه بېرل خامو تېلو بیه له ۱۰۰ ډالرو واوښته

    له ایران سره د اسرائیلو او امریکا د جګړې او په منځني ختیځ کې مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي د خامو تېلو نړیوال نرخونه ریکارډ لوړې کچې ته رسولي دي.

    دا بيې په داسې حال کې لوړېږي چې د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد یوه له مهمو لارو بلل کېږی، له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې له امله تړل شوی دی.

    د یوه بېرل خامو تېلو بیه نژدې ۱۸٪لوړه شوې چې اوس ۱۰۸ ډالره ده.

    د بیو دا زیاتوالی د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرايين د روسیې له یرغل راهیسې تر ټولو لوړې دي.

  11. د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي څوک دی؟

    مجتبی حسیني خامنه‌يي په ایران کې د واک په هرم کې یو له خورا پټو او مرموزو څېرو شمېرل کېږي.

    د خپل پلار برعکس، مجتبی په عامه ژوند کې خپل ځای په لویه کچه محدود ساتلی، نه یې کومه حکومتي دنده لرلې، نه یې په ډاګیز ډول ویناوې کړې او نه یې هم له رسنیو سره مرکې کړې دي، یوازې لږ عکسونه او ویډیوګانې یې خپرې شوې دي.

    سره له دې، له کلونو راهیسې د نظام په دننه کې د هغه د اغېز د کچې په اړه اوازې وې، ځکه هغه له خپل پلار سره د اړیکو یو له مهمو لارو و.

    د هغه د ځای ناستیتوب خبره جنجالي ده، ځکه د اسلامي جمهوریت ایډیالوژي پر دې ولاړه ده چې د ستر مذهبي مشر ټاکنه باید د مذهبي مقام او سیاسي مشرۍ له مخې وي، نه د کورني میراث له درکه.

    د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په وینا، د امریکا ډیپلوماټیکو اسنادو چې د ۲۰۰۰مې لسیزې په پای کې د ویکي لیکس له لارې افشا شول، مجتبی د "مذهبي چپنې تر شا پټ ځواک" بللی او ویلي یې دي چې د نظام ډېر غړي هغه ته د یو "کاري او هوډمن مشر" په سترګه ګوري.

    مجتبی حسیني خامنه‌يي د ۱۹۶۹ کال د سپټمبر پر ۸مه په مشهد کې زیږېدلی او د اسلامي جمهوریت د ستر روحاني مشر علي خامنه‌يي دویم زوی او د هغه له شپږو بچیانو یو دی.

    مجتبی په داسې مذهبي او سیاسي چاپېریال کې لوی شوی چې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب او د پاچاهۍ له پرځېدا وروسته رامنځته شوی و. هغه په ایران کې د یوې پیژندل شوې مذهبي کورنۍ غړی دی، د روحاني مصطفی خامنه‌يي ورور او د هادي خامنه‌يي نږدې خپلوان دی. په محافظه کاره بهیر کې له مشهورو شخصیتونو سره کورنۍ اړیکې لري، ځکه هغه د ایران د پارلمان د پخواني مشر او محافظه کاره سیاستوال غلام علي حداد عادل له لور، زهرا حداد سره واده کړی دی.

    هغه خپلې ثانوي زده کړې په تهران کې په علوي مذهبي مدرسه کې کړې دي. په ۱۹۹۹ کال کې هغه قم ښار ته لاړ چې په علمیه حوزه کې خپلو دیني زده کړو ته دوام ورکړي. هغه په دغه پړاو کې مذهبي جامې واغوستې، او په ۳۰ کلنۍ کې یې د حوزې زده کړې پیلول د مذهبي علومو د نورو زده کوونکو په پرتله چې په ماشومتوب کې یې پیلوي، ناوخته ګڼل کېږي.

  12. وروستی, د خامنه يي زوی مجتبی خامنه يي د ایران نوی مشر ټاکل شوی

    د ایران دولتي خبري اژانسونو راپور ورکړی چې مجتبی خامنه يي د خپل پلار ایت الله علي خامنه يي ځایناستی ټاکل شوی دی.

    د علي خامنه يي له وژل کېدو وروسته د نوموړي د ټاکل کېدو ګنګوسې وې خو په رسمي توګه یې نن يکشنبې د مارچ اتمه اعلان وشو.

    مجتبی خامنه يي د ایران درېيم مشر دی او لومړی هغه چې له خپل پلار څخه دا دنده ور پاتې کېږي.

    وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو چې غواړي په شخصي توګه په دې پروسه کې برخه واخلي.

    ډونلډ ټرمپ له اکسیوس رسنۍ سره په یوه مرکه کې، د وژل شوي ایراني مشر د زوی، مجتبی خامنه يي، چې ۵۶ کلن دی، سره د کار کولو امکان رد کړ او ويلي یې وو، "دوی خپل وخت ضایع کوي. د خامنه يي زوی یو کمزوری کس دی."

    ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ هم وویل چې د ایران راتلونکی مشر "باید زموږ تائید ترلاسه کړي؛ که داسې ونشي، هغه به ډېر وخت پاتې نشي."

    د يکشنبې په ورځ د ایران دولتي او رسمي خبري اژانسونو یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي وو مجتبی خامنه يي "د خبرګان شورا (هغه ۸۸ کسيزه مذهبي اداره چې د رهبر د ټاکلو مسولیت لري) د متفقې رایې له لارې د اسلامي انقلاب د درېیم مشر په توګه معرفي شوی دی."

  13. وروستی, سعودي کې د یوه توغندي مرمۍ ۲کسان وژلي ۱۲ ټپیان دي

    د سعودي د ملکي دفاع اداره وايي، ریاض ولایت کې پر یوې استوګنیزې سیمې د یوې توغندیزې مرمۍ د لګېدو له امله دوه کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

    د ملکي دفاع د ویاند په وینا، وژل شوي کسان چې یو یې د هندوستان او بل یې د بنګله دېش وګړی دی د پاکۍ او ساتنې د یوې شرکت په انګړ کې یې کار کاوه.

  14. وروستی, د اسرائيل پوځ: د خامنه‌يي‌ ځایناستی او د هغه ټاکونکي به په نښه کړو

    د اسرائيل پوځ اېکس خواله رسنۍ کې پر خپل فارسي ژبي حساب یوه خپاره کړي پیغام کې د ایران خبرګانو جرګې ته ګواښ کړی، چې که د نوي مشرتابه د ټاکلو لپاره راټول شي،‌ نو دوی به برید پرې وکړي.‌

    د اسرائيل پوځ‌ لیکلي: "د ایران د خبرګانو جرګه به، چې لسیزې کېږي کومه غونډه یې نه ده کړې، ‌ژر په قم ښار کې راټوله شي... اسرائیل به هر هغه کس چې ځایناستی ټاکل کېږي،‌ او هر څوک چې د ځایناستي په ټاکلو کې برخه اخلي، تعقیب کړي."

    په دغه پیغام کې د دې جرګې غړو ته په خطاب کې زیاته شوې: "موږ هغو ټولو کسانو ته چې د ځایناستي د ټاکلو په ناسته کې د ګډون هوډ‌ لري خبرداری ورکوو چې ستاسې په هدف ګرځولو کې به هم دوه زړي‌ نه شوو."

    د ایران د چارپوهانو یا خبرګانو جرګه له ۸۸ مخکښو روحانیونو جوړه ده چې د خلکو په رایه ټاکل شوي‌ او د خامنه‌يي‌ د ځایناستي د ټاکلو دنده لري.

  15. وروستی, د ایران یو مهم روحاني‌ مشر وايي‌ د خامنه‌يي د ځایناستي ټاکل کېدو ته نږدې شوي

    له ایرانه رپوټونه وايي،‌ د دغه هېواد د چارپوهانو یا خبرګانو جرګه‌ د وژل شوي مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي‌ د ځایناستي‌ پر ټاکل کېدو هوکړې ته نږدې شوې‌ ده.

    د ایران حکومت اړوند مهر خبري اژانس په دې تړاو د یوه جګپوړي روحاني مشر ایت‌الله محمد مهدي میرباقري ویډیويي وینا خپره کړې ده.‌

    علي‌ خامنه‌يي تېره شنبه پر تهران د اسرائیل او امریکا هوايي بریدونو کې ووژل شو.

    د خبرګانو جرګه له ۸۸ مخکښو روحانیونو جوړه ده چې د خلکو په رایه ټاکل شوي‌ او د خامنه‌يي‌ د ځایناستي د ټاکلو دنده لري.

    میر‌باقري‌ په دغه ویډیويي‌ پیغام کې وايي،‌ پرېکړه تر ډېره شوې او دا چې یوازې د ځینو پروسیجري خنډونو هوارولو ته اړتیا ده.‌

  16. تهران کې د تېلو پر زېرمتونونو د اسرائيل بریدونه

  17. وروستی, تل‌ابیب کې چاودنو غږونه اورېدل شوي

    د اسرائيل په تل‌ابیب کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    مخکې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي وو چې د دغه هېواد پر بیرشبع او تل ابیب ښارونو او همدا راز اردون کې پر یوې هوايي اډې د توغندیو بریدونه کړي دي.‌

    د اسرائيل د مرکز بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګ وهل شوی دی.‌

    دا نن د ایران لخوا پر اسرائیل د توغندیو دویم برید دی.‌

  18. سپاه پاسداران: اسرائیل کې مو پر دوو ښارونو او اردن کې پر هوايي‌ اډې د توغندیو بریدونه کړي

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي، چې په اسرائیل کې یې پر بیرشبع او تل ابیب ښارونو او همدا راز اردون کې پر یوې هوايي اډې د توغندیو بریدونه کړي دي.‌

    سپاه پاسداران دا د "رښتینې ژمنې-۴ عملیاتو" اته ویشتم پړاو بللی.

    ایراني ځواکونه وايي، د اسرائیل پر بیرشبیع او تل‌ابیب ښارونو بریدونو لپاره د ډېرو درندو جګړه‌ییزو سروکو (سرګلولو) لېږدونکي خیبر توغندي کارول شوي دي.‌

    تر دې ورمخکې د اسرائيل پوځ اعلان کړی و چې ایران کې یې پر پوځي زېربناوو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.‌

    اسرائيل تېره شپه هم تهران کې د تېلو زېرمې په نښه کړې وې، چې ستر اورونه پکې ولګېدل.

  19. له ډرون برید وروسته د کویت سېټي ټاور کې اورلګېدنه

  20. کویټ کې په نښه شوې ودانۍ د یوې دولتي‌ ادارې ده

    د کویت پلازمېنه کې د هغې اسمان‌څکې ودانۍ په اړه چې نن سهار پکې د ډرون له برید وروسته اورلګېدلی،‌ نور جزییات خپاره شوي‌ دي.‌

    د کویت حکومت ویلي دا ودانۍ د ټولنیز امنیت عامه ادارې اړونده وه.‌

    دغې ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پر مرکزي‌ دفتر یې برید شوی او ودانۍ ته مادي‌ زیان رسېدلی دی.‌