د معلوماتو له مخې، د هرمز تنګي له
لارې د بېړیو تګ راتګ په دوامداره توګه کمېږي، ځکه ډېری د ګاز او تېلو ټانکر بېړۍ
نه غواړي د ایران د احتمالي برید له خطر سره مخ شي.
کلېر جونګمن، چې د "وورتکسا" په
نوم د انرژۍ د څېړنې له یوې ادارې سره کار کوي، وايي د جنورۍ له میاشتې د جګړې تر
پیل پورې، هره ورځ په اوسط ډول ۲۴ بېړۍ له دې تنګي تېرېدلې.
د سمندري معلوماتو اداره "کپلر" بيبيسي
وېریفای ته ویلي چې د فبرورۍ له ۲۱ تر ۲۷ پورې له اوسط سره پرتله، د مارچ د ۲ او ۳ ترمنځ د بېړیو تګ
راتګ نږدې ۹۰ سلنه کم شوی دی.
دا ناڅاپي کمښت وروسته له هغې
رامنځته شوی چې سترو سمندري بیمهکوونکو د فارس خلیج په سیمه کې د بېړیو لپاره د
جګړې د خطر بیمه کمه یا لغوه کړې ده. له همدې امله، له دې تنګي څخه تېرېدل، چې د
نړۍ نږدې پنځمه برخه سوداګریز تېل پرې لېږدول کېږي، ډېر خطرناک شوي دي.
بيبيسي وېریفای په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ
تر لږه دوه سوداګریزې بېړۍ پېژندلې چې د څار معلومات یې ښيي له ختیځ څخه لوېدیځ ته
د هرمز تنګي له لارې فارس خلیج ته داخلې شوې دي.
په وروستیو کې، د یو شمېر بېړیو د
څار سیګنالونه، چې یوه یې د هند بیرغ لري، یا ورکې شوې دي او یا هم د ګډوډېدو نښې
پکې لیدل شوي دي.
فارس خلیج کې بندې د تېلو ۲۰۰ لېږدوونکې
بېړۍ
تازه شمېرې ښيي چې شاوخوا ۲۰۰ نړیوالې د تېلو ټانکر بېړۍ، د هرمز تنګي له لارې
د تګ راتګ تر بندېدو وروسته، دا مهال په فارس خلیج کې بندې پاتې دي. د دغو بېړیو
مالکان په تمه دي چې ایا د نړۍ د تېلو د لېږد له تر ټولو مهمو لارو څخه تېرېدل
خوندي دي که نه.
سپاه پاسداران اعلان کړی چې د هرمز
تنګي بشپړ کنټرول یې په لاس کې دی او په وروستیو ورځو کې په دې سیمه کې څو بېړۍ د
بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په بریدونو کې په نښه شوې دي.
همدارنګه، شاوخوا ۶۰ سترې او لویې
ټانکر بېړۍ — چې نږدې اته سلنه د نړۍ د ټانکر بېړیو له ټول ناوګانه جوړوي - په همدې
سیمه کې بندې شوې دي.
دغه ګډوډي د برېنټ خام تېلو بیه تر
هر بیرل (بیلر) له ۸۰ ډالرو لوړه کړې
ده.