د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په داسې حال کې په یوه لنډ سفر سعودي عربستان ته تللی چې ایران د امریکا او اسرائيلو د بریدونو په غچ کې د سعودي عربستان په ګډون د منځني ختیځ پر بېلابېلو هېوادونو خپل بریدونه روان ساتلي دي. ایران وايي، هلته د امریکا اړوند هدفونه په نښه کوي.
پاکستانيو رسنیو د شهباز شریف د دفتر له قوله ویلي چې هغه به په دې سفر کې د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز السعود سره وګوري او "په سیمه کې پر روان کړکېچ، امنیتي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې سره وکړي."
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په دې اړه په اعلامیه کې ویلي چې دا سفر د سعودي عربستان په بلنه تر سره کېږي.
د یادولو ده چې تېره اوونۍ د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم سعودي عربستان ته سفر کړی و او د دغه هېواد له دفاع وزیر خالد بن سلمان السعود سره یې کتلي وو.
د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې د دغه سفر په اړه ویلي و چې دواړو لورو "د ایران د بېپيلوټه او توغندیزو بریدونو له کبله په رامنځته شوي امنیتي وضعیت خبرې کړې دي."
دې ادارې همداراز ویلي وو چې دوی د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د لاسلیک شوي "سراتيژيک دفاعي تړون" په چوکاټ کې د داسې بریدونو د مخنیوي پر لارو چارو هم سره وغږېدل.
څو ورځې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ادعا وکړه چې ګواکې د "پاکستان ډېپلوماتیکې مداخلې" په سعودي عربستان باندې د ایران د بریدونو "په مخنیوي کې مرسته کړې ده."
ایا پر سعودي عربستان د ایران بریدونه په ریښتیا هم کم شوي؟
د اسحاق ډار له ادعا سره سره په تېرو څو ورځو کې ایران پر سعودي عربستان ګڼ بریدونه کړي دي.
همدا پرون چهارشنبه (کب ۲۰/مارچ ۱۱) هم ایران وویل چې د عملیاتو ۳۵مه څپه یې پیل کړې ده چې قطر، سعودي عربستان او متحده عرب امارات کې "د امریکا اړوند هدفونه" پکې په نښه شوي دي.
سعودي عربستان وروسته وویل چې هغه توغندي او ډرون الوتکې یې ویشتې او له منځه وړې دي چې د دغه هېواد یو پوځي مرکز او د تېلو لویه کارخونه پکې هدف ګرځول کېده.
په همدې ورځ د فارس خبري اژانس ادعا وکړه چې ایران د سعودي عربستان په ختیځ ښار دمام کې "امریکايي اډه" په توغندیز برید کې په نښه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دغو بریدونو دوه ورځې مخکې په ریاض کې خپلو ځينو دولتي کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته سپارښتنه کړې وه چې له سعودي عربستانه ووځي.
تر هغو بریدونو څلور ورځې وړاندې د مارچ پر اتمه نېټه (کب ۱۷) هم د سعودي ملکي دفاع ادارې وویل چې په ریاض کې یوه استوګنیزه سیمه په توغندي لګېدلې چې دوه کسان یې وژلي او ۱۲ نور ژوبل دي.
د امریکا د دفاع وزارت تر دې یوه ورځ وروسته د مارچ پر نهمه (کب ۱۶) په سعودي عربستان کې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو پخلی وکړ. هغه یې د ۲۶ کلن سارجنټ بنجامین این پینینګټن په نوم یاد کړ چې په وینا یې، د کینټکي ایالت اوسېدونکی و او د مارچ په لومړۍ نېټه په " شهزاده سلطان" هوايي اډه کې ټپي شوی و او وروسته یې ساه ورکړه.