اسرائيل وايي چې په تهران کې یې د ایران پر امنیتي مرکزونو بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د عربي ژبې ویاند افيخاي ادرعي ویلي چې اسرائيلو په تهران کې "لسګونه نظامي هدفونه په نښه کړي دي."
په دغو بریدونو کې د ایران د انقلابي ګارد اړوند د یوه نیمهنظامي ځواک مرکزونه او "د اکمالاتو او لوژيستیک ریاست" هدف ګرځول شوي دي.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو ګواښ کړی چې د ایران رژيم په زېربناو باندې به "خپلو بریدونو ته دوام" ورکړي.
ایران په قطر کې د امریکا هوايي اډه په توغندي ویشتې
په همدې حال کې ایران په قطر کې امریکايي اډه په توغندي ویشتلې ده.
د قطر دفاع وزارت ویلي چې ایران دوه بالیسټیک توغندي ور توغولي وو چې یو یې د قطر دافع هوا شنډ کړی خو دویم یې په العدید هوايي اډه کې لګېدلی دی.
العدید په سیمه کې د امریکا تر ټولو لویه اډه ده.
قطر ویلي دي چې په دې پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
په دوبۍ کې د امریکا کونسلګري په نښه شوې
تر العدید هاخوا ایران په دوبۍ کې د امریکا کونسلګري هم تېر ماښام د یوې بېپېلوټه الوتکې پرمټ په نښه کړه.
بيبيسي ته په رسېدلو ویډیوګانو کې د دغه برید شېبه ښکاري چې د کونسلګرۍ ودانۍ نه د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.
تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبریالانو ته پر دې کونسلګرۍ د برید پخلی وکړ. هغه وویل چې بېپېلوټه الوتکه د کونسلګرۍ ودانۍ د موټرو تمځي ته نږدې لګېدلې او چاودلې ده او په وینا یې، که څه هم "زموږ سفارتونه او ډېپلوماتیک بنسټونه د ترهګر رژيم تر مستقیمو بریدونو لاندې دي" خو "موږ ډېر خوشاله یو چې [په دغه برید کې] هېچا ته هم زیان نه دی اوښتی."
له هغه وروسته چې امریکا او اسرائيل په ګډه او یو ځای پر ایران بریدونه پیل کړي، ایران یې په غچ کې په خلیج هېوادونو کې د امریکا اډې په نښه کوي.