اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تائید کړې چې د ایران پر پلازمېنې تهران او د لبنان پر پلازمېنې بیروت یې نوي بریدونه کړي دي. په یوې اعلامیې کې ویل شوي: ''ای ډي ایف دا مهال په هممهاله ډول په تهران او بیروت کې پر پوځي اهدافو هدفي بریدونه کوي.''
د ای ډي ایف عربي ژبې ویاند، اویخای ادرعي، وايي، ''د پراخو هوايي بریدونو یوه څپه'' روانه ده.
دغه بریدونه شاوخوا یو ساعت وروسته له هغې شوي چې (ای ډي ایف) د بیروت سویلي سیمو او لسګونو کلیو اوسېدونکو ته ''بېړنی خبرداری'' ورکړی و او له هغوی یې غوښتي وو چې سیمې پرېږدي. (ای ډي ایف) ویلي وو، د حزب الله اړوند قومندانۍ مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په نښه کوي.
په تازه خپرو شویو تصویرونو کې د بیروت د پاسه تور لوګی لیدل کېږي او د اې ایف پي خبري اژانس د ایران په پلازمینه تهران کې د زورورو چاودنو راپور ورکوي.
له دې مخکې اسرائیل نن سهار اعلان وکړ چې په دواړو ښارونو کې په "پوځي اهدافو" نوي بریدونه پیلوي.
بل لور حزب الله، چې د ایران ملاتړ لرونکې وسله واله ډله ده، وايي چې دوی ''د اسرائیلو د جنایتکارانه یرغل په ځواب کې چې لسګونه لبناني ښارونه او ښارګوټي یې په نښه کړي دي'' د اسرائیلو په دریو پوځي ځایونو بریدونه کړي دي.
پر ټیلیګرام دریو جلا پوسټونو کې حزب الله وايي، دوی د ګولان په لوړو کې یې پر نافه اډه توغندیز او دغه راز د اسرائیل په شمال کې د میرون او رامات ډیویډ هوایی اډې ډرونونو سره په نښه کړې دي.
د اسرائیلو پوځ په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.