د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته وینا کې د ایران په اړه تازه معلومات وړاندې کړل. هغه وویل، چې د امریکا پوځ او اسرائیل په ګډه د ایران اهداف "له مهالویشه ډېر مخکې په بشپړه توګه ویجاړوي".
ټرمپ وايي، له ایران حکومت سره "۴۷ کاله وحشت" روان دی، او ادعا کوي چې رژیم بې ګناه ایرانیانو ته زیان رسولی دی.
ټرمپ وايي: "زموږ خلک ښه کار کوي."
د ښاغلي ټرمپ په وینا دی د شخړې په ترڅ کې د تېلو بیو د ټیټ ساتلو لپاره پلان لري او په وینا یې بیې مخکې ټیټې وې، خو "زه باید دا کوچنۍ لاره ونیسم".
د امریکا ولسمشر له دې مخکې ویلي، دی باید د ایران د راتلونکي مشر په ټاکلو کې په شخصي توګه ښکېل وي.
له اکسیوس وېبياڼې سره په یوه مرکه کې هغه د ایران اسلامي جمهوریت د پخواني مذهبي مشر زوی مجتبی خامنه يي د دغه هېواد د راتلونکي مشر لپاره "د نه منلو وړ" انتخاب وباله او په وینا یې: "موږ یو څوک غواړو چې ایران ته همغږي او سوله راولي."
د پنجشنبې پر ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې ډونلډ ټرمپ وویل، دی پرایران د کردانو د برید ملاتړ کوي.
ښاغلي ټرمپ وویل: "زه فکر کوم، دا ډېره ښه ده چې دوی غواړي دا کار وکړي، زه په بشپړ ډول ورسره موافق یم.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا امریکا به د کردانو د برید لپاره هوایی ملاتړ چمتو کړي یا یې د داسې کولو وړاندیز کړی وي، ښاغلي ټرمپ ځواب ورکړ: "زه تاسو ته دا نشم ویلای."
سپینې ماڼۍ له دې مخکې هغه راپور رد کړی و، چې ښاغلی ټرمپ پر ایران د برید لپاره کردانو ته د وسلو ورکولو په اړه فکر کوي.
بل لور په داسې حال کې، چې پرایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه زیات شوي دي، په تهران کې د پراخې ویجاړۍ انځورونه لیدل کېږي، متحده عربي اماراتو په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او په بحرین او قطر کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.