د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ کنټاکي ایالت په هیبرون کې یوې غونډې ته وینا کې د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو ستاینه وکړه او په خبره یې، امریکا د څو ساعتونو په موده کې د ایران سمندري او هوايي ځواکونه له منځه وړي دي.
هغه خپلو پلویانو ته وویل: ''موږ وګټله. په لومړي ساعت کې هر څه پای ته ورسېدل.''
ټرمپ وايي، امریکا په دوو ورځو کې د ایران ۵۴ کښتۍ ''له منځه وړي'' دي، خو څو شېبې وروسته یې دا شمېر ۵۸ یاد کړ.
دا هغه شمېر دی چې مخکې نه و اورېدلی شوی، او بي بي سي تر اوسه دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تائید کړې.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د 'اپیک فیوري' عملیات به ''د تېلو بیې پاموړ راټیټې کړي'' او د نړۍ لپاره به ګواښ هم کم کړي.
هغه وویل: ''زموږ پوځ نږدې عملاً ایران (ځواک) له منځه وړی دی.''
له دې مخکې د امريکا له ولسمشر نه په سپینه ماڼۍ کې خبريالانو
وپوښتل چې د ايران جګړه به څنګه پای ته ورسېږي. هغه په ځواب کې وويل:
''نور به هم همداسې دوام وکړي، او بيا به وګورو چې د دې ټولو پايله څه کېږي.''
ټرمپ ادعا وکړه چې د ايران بحري ځواک نور نشته، د هغوی هوايي
ځواک له منځه تللی دی، هغوی د الوتکو ضد دفاعي سيستم نه لري او نه هم راډار لري.
هغه زياته کړه: ''د هغوی مشرتابه هم له منځه تللی دی، او موږ
کولی شو تر دې هم ډېرې بدې چارې وکړو.''
نوموړي دغه راز وويل چې امريکا ايران '' په تاريخ کې د ډېرو هېوادونو
پرتله په ډېره سختۍ سره په نښه کړی دی''، خو ورسره يې ټينګار وکړ: ''موږ لا خپله عمليات
پای ته نه دي رسولي.''