ولې ځینې خلک د مناسبو ډاليو په ورکړه پوهېږي

ډالۍ
    • Author, بریان فوکیني
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د مناسبو ډالیو ورکړه یو داسې هنر دی چې ځینې خلک ښه پکې رسېدلي. کوم څه دي چې دا خلک یې د غوره ډالۍ موندلو جوګه کړي دي؟

ځینې خلک پېژنم چې د رخصتیو پرمهال یې هر چا ته د ډالۍ رانیولو لپاره خپل نوملړ جوړ کړی دی. دوی که که میاشتې نه وي څو اونۍ مخکې په پام کې نیولي دي.

په دې لړ کې، زه په وروستۍ شېبه کې پر امازون د هغو رانیول شویو څیزونو نوملړ بیا ګورم چې کوم چا ته خو به مې دویم ځل په ناخوښ ډول ډالۍ نه وي ورکړې.

د ډالیو ورکول مې خوښېږي، خو ژر مغلوبېږم- خو نور خلک پېژنم چې په دې کار کې بریالي دي. دوی نه یوازې له خپل وخت مخکې خپل کار سرته رسوي، بلکې هغه ډالۍ چې ورکوي په ډېر سوچ، مشخص ډول او یوه کس ته په منحصر ډول یې رانیسي.

ولې پلان شوې ډالۍ نسبت هغو خلکو ته چې د کال په نورو برخو کې ډېر ارام نه وي،، ځینو خلکو ته لا ډېري په طبیعي ډول وي؟ روانپوهان وايي یو دلیل شته چې ولې کاکا جورج تل پوهېږي چې دقیقاً‌ تاسو څه غواړئ.

د ژوند په اوج کې ښکلا

زما خپل ژوند کې ومونده چې غوره ډالۍ ورکوونکی خپل ژوند یوځای تېرولو ته مایل وي: دوی غالباً فوق العاده او منظم ښکاري.

د امریکا پیټرزبرګ پوهنتون د سوداګرۍ د مدیریت مرستیاله استاده پیګي لیو چې د ډالۍ ورکولو روانپوهنه یې مطالعه کړې، موافقه ده.

لیو وايي، مهارت لرونکي ډالۍ ورکوونکي چې له ډالۍ خوند اخلي، هغه څه کوي لکه تېر کال چې دوی له خلکو ترلاسه کړي دي، او ترلاسه کوونکو خوښ کړي هم دي او دوی پخپل ژوند کې د مشخصو کسانو لپاره ځانګړې ډالۍ لري، لکه د ماشومانو ښوونکي، ملګري او ګاونډیان یې.

د لیو د نظر مطابق،‌ دا په عمومي ډول پوهېږي چې څه شی د خپل مخکېني پلان مطابق ورکړي، ښايي د چاکلېټ یوه کوچنۍ ټوټه یا د قهوې پیاله.

ډالۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

دا پر دې هم پوهېږي چې خلکو ته باید هغه څه ورکړل شي چې غواړي یې او اړتیا ورته لري، - پیسې- خو ناشخصي فضا د یوه په لاس جوړ شوي کارت په څېر یوه شي په انډول کې ساتلی کېدای شي.

ماهر ډالۍ ورکوونکي ښايي د کال په اوږدو کې زېرمه هم ولري،‌ کله چې رخصتي رارسېږي دوی خپله دا زېرمه په سمه توګه بهر ته راوباسي.

وايي هغه کسان چې لیو یې پېژني په ډالۍ ورکولو کې ښه دي "پخپل ژوند کې ښکلې کېدو ته مایل" دي. په داسې حال کې چې هېڅ څېړنه نشته چې په ډاګه کړي کوم ډول کسان په ډالۍ ورکولو کې غوره دي، لیو وايي غوره ډالۍ ورکوونکي کسان لېواله دي چې د ډالۍ په رانیولو او ورکولو کې "د بریا دا احساس" ولري او ان ممکنه ده چې دغه کسان د ډالۍ ورکولو کې خپل توان هم وویني.

د بېلګې په توګه، کله چې د دوی په ژوند کې د عالي ډالیو ورکولو په پار له دوی سره معرفي کېږي،‌ مثبت یادښت ښکاره کوي، چې په دې سره د ډالۍ ورکوونکي شخصیتي انځور او ځان ته خانتما کېدل پیاوړي کوي او په دې سره د ډالۍ ورکولو پرمهال خپل اضافي وخت نه خوند اخیستو ته اړایستل کېږي.

لیو په ډاګه کوي چې دا کار د ډالۍ ورکولو له تجربې د خوند اخیستل ښايي یات کړي.

لیو وايي، "خلک داسې وايي اه، ته په ډالۍ ورکولو کې اول نومره یې".‌ زه انګېرم چې ځینې [ډالۍ ورکوونکي] د خپل ځان په باب داسې سوچ کوي چې ګنې د ښو ډالیو په ورکولو کې پر خپل ځان ویاړي.

دا همداشان وايي، ښايي دا کار یې د یوې لاسته راوړنې احساس پیاوړی کړي او په پای کې د ډالۍ ورکوونکو په نظر خپل ځان ته د ډالۍ او خوښۍ ورکوونکي وګرځي- چې دا یې د هڅونې د یوه فکټور په توګه تشویقوي چې خپلې ډالۍ ورکولو ته ادامه ورکړي.

ښايي دا په ممکنه برعکس ډول هم کار وکړي، داسې چې بده ډالۍ ورکوونکي لا بدتر کړي. هغه کسان چې په ډالۍ غوره کولو کې خپل شخصیت کمزوری ګڼي، کله چې د ډالۍ د غوراوي وخت راورسي، نو دوی زړه – نازړه کېږي. لیو وايي ښايي دې حالت ته "د چارو د ناوړه والي په تړاو د خپل ځان په اړه د څېړلو پړاو" نوم ورکړل شي.

ټولنیز پیوستون جوړوونکي

د ویډیو تشریح، د ولې پوښتنه: کله مو فکر کړی چې یوه ځانګړې ډالۍ ولې تاسې ته درکړل شوې او تاسې د تحفې تر ورکولو وړاندې د هغې پر غوراوي‌څومره فکر کوئ؟ د لورې ولفسن پروګرام پاینده څرګند وړاندې کوي.

د ټولنیزو اړیکو جوړولو لپاره د ډالۍ ورکول یوه ښکاره طریقه ده او نورو ته دا ښودل چې ګنې موږ اړیکي ورسره غواړو. ښايي دا کار د ډالۍ له ورکولو د یوه تن د خوند اخستو لامل وګرځي.

د بریتانیا ورچستر پوهنتون د روان پوهنې برخې پروفیسر ډانیل فارلي وايي: "موږ خورا ټولنیز ژوندي حیوانات یو او زموږ ډېری بریا په دې کې ده چې له نورو سره د همکارۍ د توان له کبله په ډلو کې داخلېږو." ده د ډالۍ ورکولو روان پوهنه هم لوستې ده.

"ددې کار ترسره کولو یوه عالي لار د ډالیو راکړه ورکړه ده – د بل چا لپاره خرچه منل دي- او د کال په ځانګړو وختونو کې لکه کرېسمس یې ښه وخت دی".

ان ځینې خلک چې د کال په اوږدو کې ښايي تر یوه حده ترهېدلي یا ساړه ښکاري، ښايي د پیوستون جوړولو لپاره د ډالۍ ورکولو له لارې دا انګیزه تغذیه کړي. فارلي وايي: "احتمالاً د نورو ټولنیزو ښېګڼو پرتله د ډالۍ ورکولو د قانون پیروي اسانه ده"، چې په دې سره له ډالۍ ګټه اخیستل د هغو کسانو د اړیکو د تقویت لپاره ښه دي چې غواړي جذابیت ترلاسه کړي. په بله وینا، دا کسان کولی شي په ډالۍ ورکولو کې مخکښ واوسي؛ ځکه چې ډالۍ ورکول د دغو ټولنیزو اړیکو د جوړولو لپاره یوه له شک وتلې غوره لاره ده.

لیو مني او وايي چې یو چا ته دا ښودل چې ګنې تاسو ته اهمیت لري او پام پرې ساتئ، ددې لپاره یوه لویه انګیزه رامنځ ته کوي چې ولې ټول خلک د ماهرانه ډالۍ ورکوونکو کسانو د جوړېدو پخاطر لیرې ځي.

دا هغې څېړنې ته اشاره کوي چې ښیي خلک د موسکا د انګیزې لټون کې ډالۍ ورکوي- او ډېری ډالۍ رانیوونکي غوره ګڼي چې ډالۍ داسې وخت ورکړي چې د مقابل لوري پر شونډو موسکا وګوري. دا هغه څه په ډاګه کوي چې ولې موږ ډالۍ ورکوو؛ پدې خاطر چې فردي اړیکې جوړې کړو، ددې پرځای چې یوازې د خپلو خرڅلاو نوملړ کې د ډالۍ نوم وراضافه کړای شي.

فارلي وايي، د ډالۍ له ورکولو او ترلاسه کولو چې کوم ګرم او ښه احساس اخلو، دا زموږ د ټولنیزو لارو یوه برخه ده" چې "موږ د ډالۍ ورکولو کې د ګډون لپاره هڅوي".

ډالۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

که وغواړو چې ډالۍ ورکولو کې غوره شو، نو یوه د پرمختګ غوره لار دا کېدای شي هغو شیانو چې غوره ډالۍ ورکوونکو ته انګیزه ورکوي سوق کړل شي، هغه پر یوه داسې ساتېري واړوئ چې په لېوالتیا ورته په تمه یاست. هڅه وکړئ له یوه خوندور څیز سره یې وتړئ. لیو وايي، د بېلګې توګه، یوه پیاله ګرم چاکلېټ د ډالۍ په پاک کې وپېچئ.

نوموړې دا وړاندیز هم کوي هغه غوره ډالۍ ورکوونکي چې تاسو یې پېژنئ، د ډالۍ ورکولو لپاره مشورې ترې وغواړ، لکه د چاکلېټ یا کارډونه ډالۍ، چې دا کار لا اسانولی شي.

خو ښايي غوره انګیزه ورکوونکی تر ډېره د هغه پرمختګ په لټه کې وي چې د ډالۍ ورکوونکي پر شونډو موسکا وویني،‌ چې لیو ورته د"ګرمه ځلا" نوم ورکوي. په هر حال، ایا د رخصتیو په موسم کې زموږ د ډالۍ ورکولو همدا ریښتینی لامل نه دی؟

فارلي وايي: "دا موږ ته ښه احساس راکوي، نو ځکه غواړو دا کار وکړو".

ددې مطلب اصلي بڼه دلته لوستلی شئ