ثانیه مرزا: د پیسو او شهرت پرتله ژوند کې هغه څوک مهم دي، چې په سخته ورځ اړتیا ورته لرو

د ټېنس لوبو نړیواله ستورې ثانیه مرزا وايي، له مور کېدو وروسته یې صبر او حوصله کول زده کړي. آغلې ثانیه وايي، ژوند کې پیسې او شهرت مهم نه دي، بلکه مهمه دا ده چې په سخته ورځ څوک درسره درېږي او ملاتړ دې کوي.
نوموړې د خپل ژوند او کار په اړه د بي بي سي خبریالې سروپریا سنګوان سره غږېدلې، چې دې رپوټ کې یې تاسو لوستلی شئ.
د تقاعد پرېکړه
ثانیه مرزا ولې د تقاعد پرېکړه وکړه؟ دا هغه پوښتنه ده چې نن سبا يې ډېر خلک ترې پوښتي.
د دې پوښتنې په ځواب کې ثانیه مرزا ویلي"زما لپاره نوره اسانه نه وه، چې بدن مې فېټ وساتم نو ځکه مې پرېکړه وکړه چې ټېنس لوبو کې لوبېدل پرېږدم، دا زما لپاره خورا مهمه ده."
ثانیا زیاتوي: "ما درې جراحي عملیاتونه کړي، د ماشوم له زېږون وروسته راته ډېره سخته وه چې زه دې خپل بدن د پخوا په څېر جوړ کړم، هغه ډول چې له ما یې تمه کېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړې همدا راز زیاته کړې چې، خلکو به یوازې لیدل چې زه دګرنډ سلېم په فاینل پړاو کې یم، خو په دې نه پوهېدل چې فاینل ته د رسېدو لپاره باید څه وکړم.
ثانیه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: "پوهېږم چې ټولو ته به نه یم ګرانه، څوک چې په خپل کور کې د کورنۍ پر ټولو غړو نه وي ګران، نو په ټوله نړۍ کې به څنګه ممکنه وي چې کله خبره د میلیونونه او میلیونونه کسانو شي."
د آغلي ثانیه په وینا، هر څوک بېلابېل نظرونه او فکرونه لري، د چا به څه خوښ وي د چا به نه وي، مونږ هر یو خپل ځان ته جلا انتخابونه لرو.
له ثانیه وپوښتل شول چې کوم لوی بدلون پکې راغلی؟ د هغې ځواب ډېر جالب و.
"فکر کوم صبر مې ډېر شوی. د دې لوی لامل ښايي د عمر ډېروالی هم وي، خو اصلي لامل یې زما ماشوم دی، ځکه چې زما په فکر کله چې مور کېږئ د صبر پرته بله چاره نه لرئ. زه خوشاله یم چې صبر او حوصله مې پیدا کړې. مخکې زه ډېره احساساتي وم. اوس مخکې له دې چې څه وکړم یا کومه پرېکړه وکړم ډېر فکر پرې کوم."
"مال او شهرت خورا مهم شی نه دی"

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA/SANIA MIRZA
ثانیه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې وېره یې دا ده چې له واقعیت لیرې پاتې نه شي.
هغې ویلي: "فکر کوم په کومې نړۍ کې چې ژوند کوو، که ټولنیزې رسنۍ دي او که د شهرت نړۍ، ډېر خلک به ډېر ښه څه ستاسې په اړه وايي، خو په داسې شرایطو کې د هغو کسانو لرل ډېر مهم دي چې تاسې ته واقعیت ووايي."
هغې زیاته کړې: "زما لپاره ډېره مهمه ده هغه څه ته تل وفاداره پاتې شئ چې، تاسې ته مهمه دي او یا تاسې چاته مهم یاست."
ثانیه په دې باور ده چې پیسې او شهرت په ژوند کې خورا مهم نه دي.
هغه وايي: " ژوند کې څه شی مهم دي؟ فکر کوم پیسې او شهرت ډېر مهم نه دي، یقینا دا د ژوند یوه برخه ده خو خورا مهم شی نه دي. مهم دا دي چې په سخته ورځ دې هغه څوک تر څنګ وي چې اړتیا ورته لرې، او د هغو کسانو شتون چې غواړې درسره وي."
د یادونې ده چې د پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مشهور الراونډر شعیب ملک او د ټېنس لوبو مشهورې هندۍ لوبغاړې ثانیه مرزا په ۲۰۱۰ کال کې له یوه بل سره واده کړی و او په ۲۰۱۸م کال کې یې زوی هم پیدا شوی دی.
پاکستانۍ مشهورې هنرمندې ثنا جاوېد بیا د روان کال جنورۍ په شلمه د ټولنیزو رسنیو له لارې شعیب ملک سره د واده اعلان وکړ چې ګڼ غبرګونونه یې هم راپارولي و.





















