د لکمني د فیشن اونۍ: له دیا میرزا نیولې تر ثانیه میرزا پورې

د خپرېدو وخت

په هندوستان کې د لکمني د فېشن اونۍ د اقتصادي پانګوالو په ګډون تېره ورځ په ممبۍ ښار کې پای ته ورسېده چې د نوموتو موډلو ترڅنګ د بالیووډ وتلو فلمي ستورو هم ګډون درلود.

د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په هندوستان کې د لکمني د فیشن اونۍ د اقتصادي پانګوالو په ګډون تیره ورځ په ممبۍ ښار کې پای ته ورسېده چې د نوموتو موډلو ترڅنګ د بالیووډ وتلو فلمي ستورو هم ګډون درلود او شاهد کپور له خپلې مېرمنې میرا راجپوت سره یوازی لیدل کېده.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د فېشن اونۍ په هندوستان کې هر کال يو ځل جوړېږي چې د یاد هېواد مسلکي موډ او فېشن خلکو ته ورپېژني، د فیشن په دې اونۍ کې نوموتی فلم جوړوونکی کرن جوهر او د بالیووډ وتلې اداکاره سناکشي سنها د کالیو له بیلابیلو ډیزاینونو سره جوړه لیدل کېدل.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د فیشن د نړی موډله ثانیه میرزا د اداکارانو پرخلاف د دوبي په جامو کې راښکاره شوه او د انوش ریډي په لاس جوړې جامې یې نندارې ته وړاندې کړې.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، دغه نندارتون د تېرې جنورۍ پر ۳۱مه پیل او د فبرورۍ تر څلورمې یې دوام درلود. وتلې اداکارې دیا میرزا د سنکجتادت په لاس ډیزاین شوې جامې اغوستې وې.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، اداکاره بپاشا باسو د ریشما کوني په سرو جامو کې راښکاره شوه او مینه وال یې لا ډېر شول.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د هندوستان د نړۍ پخوانۍ ملکه او اداکاره سشمتا سین هم د فېشن په اونۍ کې ګډون درلود، هغې د کوټوارا کالي نندارې ته وړاندې کړل.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، وتلی فلمي ستوری سیف علي خان او د هغه مېرمن کرینه کپور د فېشن د اونۍ د ټولو ګډونوالو پام ځانته وراړولی و.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، اداکارې شلپا شیټي کندار د جینټي ریډي په سکښتل شویو کالیو کې پر خلکو د خپل حسن جلوې ووېشلې.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، کنګنا رناوټ د شیامل سکښتونکي (ډیزاینر) ډیزاین شوې جامې اغوستې وې.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د خپل وخت مشهوره اداکاره کرشمه کپور هم د فېشن په اونۍ کې د ډېرو د پام وړ وه.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، نوې اداکارې واني کپور د نیها اګراوال ډیزاین شوې جامې نندارې ته وړاندې کړې.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، کیارا اډواني د سکښتونکې جولي شاه ډیزاین شوي کالي نندارې ته وړاندې کړل.
د لکمني د فیشن اونۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، اداکاره کرینه کپور د لکمني د فیشن په اونۍ کې د خلکو وروستۍ د پام وړ ستورې وه، هغې د سکښتونکې انامیکا کهنه په لاس ډیزاین شوې دویمې جوړې جامې نندارې ته وړاندې کړې.