اووه نیم میلیون یورو جریمه؛ د شکیرا د مالیاتي درغلۍ قضیه حل شوه

د عکس سرچینه، EPA
مشهورې کولمبیایۍ پاپ سندرغاړې شکیرا د مالیاتي درغلۍ په یوه قضیه کې محکمې ته له حاضرېدو لږ مخکې د اسپانیا له څارنوالۍ سره جوړجاړي او هوکړې ته رسېدلې ده.
هغې په دې قضیه کې د اووه نیم میلیون یورو جریمې ورکړې ته غاړه ایښې ده.
که دا نه وی شوي، څارنوالانو هغې ته د نږدې ۲۴ میلیون یورو جریمې او ۸ کاله بند غوښتنه کړې وه.
شکیرا د بارسلونا په یوه محکمه کې د څلوارلس نیم میلیون یورو مالیاتي درغلۍ له تورونو سره مخامخ وه.
هغې په وار وار دا تورونه رد کړي، خو اوس وايي دې هوکړې ته یې د خپلو ماشومانو لپاره غاړه ایښې.
دې پېژندل شوې سندرغاړې یوه نسبتآ اوږد بیان کې ویلي ماشومانو یې نه غوښتل چې "مور یې خپله شخصي هوساینه د دې مبارزې قرباني کړي."
شکیرا تر مخکې د څارنوالانو لخوا وړاندیز شوې هوکړه رد او پرېکړه کړې وه چې د دې پر ځای به محاکمې ته حاضرېږي.
هغې ویلي "ما د خپل ټول مسلکي ژوند په اوږدو کې تل هڅه کړې سم کارونه وکړم او نورو ته یوه مثبته بېلګه واوسم."
نوموړې په خپاره کړي بیان کې زیاته کړې "په خواشینۍ سره او له دغو هڅو سره سره اسپانیا کې مالیاتي چارواکو زما خلاف هم د ګڼو نورو مسلکي ورزشکارانو او نورو پېژندل شویو اشخاصو په څېر داسې یوه قضیه پرانیستې، چې په یوه ځل د کلونو کلونو لپاره د خلکو انرژي، وخت او روڼتیا لمنځه وړي."
شکیرا ویلي،"ما پتیېلې وه چې په محکمه کې د خپلې بېګناهۍ دفاع وکړم او وکیلان مې باورمن وو چې فیصله به زما په ګټه وي".
خو نوموړې وايي بالاخره یې د خپلو ماشومانو لپاره چې نه یې غوښتل مور یې په دې مبارزه کې خپله هوساینه قرباني کړي، دې هوکړې ته غاړه کېښوده.
د مالیاتي درغلۍ قضیه څه وه؟

د عکس سرچینه، AFP
د شکیرا قضیه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د مهال وه.
څارنوالانو ادعا کوله چې هغه د دغو کلونو ترمنځ په اسپانیا کې اوسېده، خو د استوګنې اصلي ځای یې بل ثبت کړی و.
د اسپانیا د قانون له مخې که څوک له شپږو میاشتو ډېر دغلته اوسي، نو مالیاتي حساب ورسره کېدای شي.
خو شکیرا وايي په دې موده کې یې ډېره استوګنه له اسپانیا بهر وه.
څارنوالانو په جولای کې یوه سند خپور کړ، چې ادعا پکې شوې چې هغې په ۲۰۱۲ کال بارسلونا کې یو کور اخیستی او بیا همدلته له خپل پخواني ملګري 'جرارډ پيکې' سره چې د بارسلونا فوټبال لوبډلې مشهور لوبغاړی و، اوسېده.
خو د شکیرا وکیلان وايي چې تر ۲۰۱۴ پورې د هغې ډېر عاید له نړیوالو سفرونو و او دا چې ډېر وخت یې هم له اسپانیا بهر تېراوه.
شکیرا په ۲۰۱۵ کال کې اسپانیا د مالیاتي موخو لپاره د خپلې اصلي استوګنې ځای علان کړ.
هغې وویل چې ۱۷ اعشاریه ۲ میلیون یورو مالیه یې ورکړې او دا چې پوروړې نه ده.
د یادونې ده چې په ۲۰۱۹ کال یوه جلا مورد کې ښاغلي پیکې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ له مالیاتو د تېښتې په قضیه کې ۲ اعشاریه ۱ میلیون یورو جریمه شوی و.
شکیرا او جرارډ پیکې د روان کال جون کې اعلان وکړ چې له ۱۱ کاله ګډ ژوند وروسته، له یو بل جلا شوي دي.
دوی واړه دوه زامن لري چې نهه او اوه کلن دي.





















