اسپانیا کې د بشار اسد د تره شتمنۍ کنګل کېدل

رفعت اسد په ۱۹۸۲ کال حماة ښار کې د پاڅون د سرکوبولو په وحشيیانه عمل پېژندل شوی
د عکس تشریح، رفعت اسد په ۱۹۸۲ کال حماة ښار کې د پاڅون د سرکوبولو په وحشيیانه عمل پېژندل شوی
د خپرېدو وخت

اسپانیايي چارواکو د رفعت اسد د کورنۍ د شتمنیو کنګل کولو او د دوی بانکي حسابونو کې د پیسو سپینولو په موخه د څېړنې امر کړی.

قضايي چارواکو ویلي، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد تره چې په ۱۹۸۴ کال بهر ته تبعید کېده، ۳۰۰ میلیون ډالر یې له عامو پیسو وهلي وو.

تېر کال فرانسه کې چارواکو په رسمي ډول له رفعت څېړنې پیل کړې.

د ۷۹ کلن رفعت اسد قضیه کې ماربیلا او پیرټو بانوس کې د هغه د شتمنیو په راسپړلو تمامه شوه.

رفعت اسد - چې د خپل ورور حافظ الاسد واکمنۍ کې - په وحشي کړنو مشهور و، په ۱۹۸۲ کال په حماة ښار کې د واکمن نظام پرضد پاڅون یې د سوټي په زور ارام کړ.

تېرکال ویل شوي وو چې نوموړی پاریس کې اوسېږي.

لاهم اسد فرانسه کې تر څېړنو لاندې دی او د لوټل شویو شتمنیو د پټولو، د پیسو د سپینولو او مالي غلاوو د برملا کولو لټون یې روان دی.

پاریس کې فرانسوي چارواکو د نوموړي ځینې لوکسې شتمنۍ هم کنګل کړې دي.

رفعت اسد وړاندې ویلي وو، د هغه په واک کې پیسې او شتمنۍ هغه څه دي چې په سعودي کې واکمنې شاهي کورنۍ ورکړي وو.

حافظ اسد او ورورو یې رفعیت اسد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رفعت اسد (کیڼې خوا ته) د ولسمشر مرستیال و

د اسپانیا په دې نوي امر کې د رفعت اسد د کورنۍ ۷۶ بانکي حسابونه هم اغېزمنېدای شي.

رفعت اسد ۱۵ نور داسې ملکیتونه لري چې ډېری یې په پورټو بانوس کې دي.

یوه څېړنه وايي، د اسد د کورنۍ اړوند ۵۰۳ ملکیتونه د هغه د فساد له قضیې سره تړلي دي، چې د موټرو تمځي، د رخصتیو لپاره کورونه، اپارتمانونه او یو لوکس هوټل هم په کې شامل دي.

د دوی ټول ټال شتمني ۶۹۱ یورو اټکل شوې چې ټول به کنګل کېږي.

د رفعت اسد یوه شتمني، چې یو فارم دی، د ۶۰ میلیون یورو ارزښت لري