تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین ولسمشر له لوېدیځ غوښتي چې روسیه سولې ته اړ کړي
د اوکرایین ولسمشر ولود مير زيلېنسکي پر لوېدیځو مشرانو غږ کړی چې د سولې لپاره پر روسیې د فشار لپاره له ټولو لارو چارو کار واخلي.
ښاغلي زيلېنسکي اسپانيا ته دې سفر پر مهال ويلي، چې مسکو د اوکرايين د ويجاړولو په لټه کې دی.
ښاغلی زیلېنسکي له پخوا راهیسې وايي چې له روسیې سره به تر هغه مستقیمې خبرې ونه کړي تر څو چې روسي ځواکونه د کریمیا په ګډون د اوکرایین له ټولې خاورې نه وي وتلي.
په هر حال دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې روسیه د اوکرایین جګړه کې لاسته راوړنې لري او کيېف د لوېدیځو وسلو له کمښت سره مخ دی.
د اوکرایین ولسمشر ویلي، روسیه هره میاشت پر اوکرایین شاوخوا ۳۲۰۰ کنټرول شوي بمونه غورځوي.
نوموړي د اسپانیا له لومړي وزیر پیډرو سنچېز سره د لیدنې پرمهال له خبریالانو وپوښتل، "موږ څنګه کولی شو له دې سره مقابله وکړو؟"
ده همدغه راز په سويس کې پلان شوې د سولې غونډه کې د روسيې د بلنې نظر هم رد کړ. تمه ده چې په دې سرمشريزه کې د څه باندې ۹۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي.
ګډونوال به هڅه وکړي چې په اوکرايين کې د يوې عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د لسو غوښتنو پر بنسټ چې د کيېف له خوا وړاندې شوې د ټولو نيول شويو سيمو بېرته سپارل، د جګړې اړوند زيانونو جبران او د روسيې د جنګي جرمونو په اړه د محکمې لپاره د جوړولو غوښتنې شاملې دي. مسکو په کلکه په اوکرايين کې د هر ډول جنګي جنايت پېښې ردوي.
د کرملين وياند ديميتري پيسکوف وايي، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين خبرو ته چمتو دی خو يوازې د هغو موخو ترلاسه کولو لپاره چې اوس د ځانګړو پوځي عملياتو له لارې ترلاسه کېږي. روسيه د اوکرايين جګړه "ځانګړي پوځي عمليات" بولي.
د اسپانيا په مادريد کې ښاغلي زيلېنسکي پر لوېديځو مشرانو غږ وکړ چې د روسيې پر خاوره د بريد لپاره د وسلو پر کارولو بنديز لرې کړي.
د امریکا په ګډون ډېری لوېديځ هېوادونه ټينګار کوي چې کيېف دې مرسته شوې وسلې يوازې د روسيې پر وړاندې د اوکرايين په خاوره کې وکاروي.
د اوکرايين ولسمشر وويل، "موږ بايد په ګډه کار وکړو او نه يوازې پر روسيې بلکې پر خپلو شريکانو هم فشار راوړو چې موږ ته د روسیې پر وړاندې د دفاع فرصت راکړي."
له لوېديځو متحدينو د ميلياردونو ډالرو مرستې د ترلاسه کولو لپاره يو شرط دا دی چې کيېف دې د جګړې پای ته رسولو په اړه خپل نظريات څرګند کړي.
له دې وروسته ښاغلي زيلېنسکي "د سولې لس ماده ييز پلان" خپور کړ چې په کې له اوکرايين د روسيې د ځواکونو بشپړ وتل او د مسکو له لوري د نورو تېرو تضمين شامل دی.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې د سولې هر ډول تړون باید "د جګړې په ډګر کې واقعیت منعکس کړي."
لکه څنګه چې په تېرو اتلسو میاشتو کې ښودل شوي، روسي پوځیان نه یوازې دا چې خاوره نيسي، بېرته يې له لاسه نه ورکوي او دا په دې معنی ده چې روسيه يا ولادمير پوتين اړ نه دی چې د لږ څه لپاره سوله او جوړجاړی وکړي.
خو هغه څه چې کیېف استدلال کوي دا دی چې هر ډول جوړجاړی د مسکو په ګټه دی. اوکرایین د روسیې د تیرې یوې لسیزې په اوږدو کې پخوانیو ناکامو اوربندونو ته اشاره کوي، او هغه څه ته چې ښاغلی پوتین غواړي په پای کې ټول اوکرایین اشغال کړي.