تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولادیمیر پوتین پنځم ځل د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن په کرېملین کې په شاندارو مراسمو کې د ولسمشر په توګه د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره لوړه وکړه.
ښاغلی پوتین تېره مارچ میاشت کې، د روسیې د ولسمشر په توګه د یوې بلې دورې لپاره په لوی اکثریت سره وټاکل شو.
ولادیمیر پوتین د ولسمشر په توګه خپله پنځمه دوره د اوکرایین پر وړاندې جګړه کې – چې ده ځانګړي پوځي عملیات بللی- له ولس او پوځ د ملاتړ په پار په مننې پیل کړه:
"زه په ځانګړو پوځي عملیاتو کې له ګډون کوونکو مننه کوم، غواړم د ټولو هغو کسانو مننه وکړم چې زموږ د وطن لپاره جنګېږي. "د روسیې برخلیک به یوازې موږ ټاکو ... موږ به دا سخت وخت تېر کړو او بریالي به شو."
ښاغلي پوتین له لوړې وروسته د وزیرانو او لوړ رتبه چارواکو په حضور کې وویل: "موږ متحد او ستر خلک یو. موږ به په ګډه ټول خنډونه له منځه یوسو، موږ به خپل ټول پلانونه ترلاسه کړو او په ګډه به بریالي شو."
هغه لوېدیځ ته په خطاب کې وویل، روسیه چمتو ده د هر هغه چا لپاره چې وغواړي یو "ریښتینی" ملګری وي:
"مسکو له لویدیځو هېوادونو سره د همکارۍ لپاره له خبرو ډډه نه کوي... خو که دوی له موږ سره د همکارۍ د لارو چارو په لټه کې وي. " موږ به وګورو چې ایا دوی د پرمختګ مخې نیولو لپاره خپلو کړنو ته دوام ورکوي او زموږ په هېواد فشار راوړي یا دوی له موږ سره د همکارۍ لارې لټوي."
د ولادیمیر پوتین د لوړې په مراسمو کې د امریکا متحدو ایالتونو او د اروپايي ټولنې ډېرو هېوادونو استازو ګډون نه وو کړی، خو د راپورونو له مخې فرانسې، هنګري، سلواکیا او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو د پرېکون په تړاو د اوکرایین له غوښتنې سره سره دې مراسمو ته خپل استازي استولي وو.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پرون وویل: "موږ له روسیې یا د روسیې له خلکو سره په جګړه کې نه یو او موږ په مسکو کې د رژیم بدلېدو ته لېواله نه یو."
د ولادیمیر پوتین د لوړې لومړني مراسم د ۲۰۰۰ کال په مې میاشت کې ترسره شول. نوموړي هغه مهال ژمنه کړې وه چې "د ډیموکراسۍ ساتنه او پراختیا" او "د روسیې ساتنه" به کوي.