اوکرايين وايي د زېلينسکي د وژنې پلان يې شنډ کړی

د خپرېدو وخت

د اوکرايين استخباراتي اداره (اېس بي يو) وايي د دغه هېواد د ولسمشر ولودمير زېلينسکي او يو شمېر نورو لوړ پوړو اوکراييني چارواکو د وژلو لپاره د روسيې پلان يې شنډ کړی دی.

د اوکرايين استخباراتي اداره وايي، په دې تړاو يې دوه ډګروالان چې د حکومتي چارواکو د ساتنې د ډلې غړي وو نيولي دي.

د اوکرايين استخباراتي اداره ادعا کوي چې دا کسان د يوې شبکې غړي وو چې د روسيې له استبخارتي ادارې اېف اېس بي سره يې همکاري کوله.

د اوکرايين استخباراتي ادارې د راپور له مخې دغه شبکه چې له روسیې سره تړاو لري هڅه يې کوله چې د ښاغلي زېلينسکي د ساتونکو په مرسته نوموړی وتښتوي او يا يې ووژني.

په تېرو دوو کلونو کې د ولودمير زېليسنکي د وژلو څو ناکامې هڅې شوې دي. لومړۍ هغه د ۲۰۲۲ کال په ژمې کې پر اوکرايين د روسيې له بريد سره هممهاله وه. روسيې د هواي له لارې پلازمېنه کيېف کې ځواکونه ښکته کړي وو چې ښاغلی زېلينسکي ووژني خو بریالي نشول.

ولودمير زېليسنکي وايي پر اوکرايين د روسيې له بريد راهيسې هغه د روسيې په لست کې "لومړنی هدف" دی چې غواړي له منځه يې يوسي.

خو دا وروستۍ هڅه له هغو نورو سره توپير لري، په دې کې د هغو کسانو د کارولو هڅه شوې چې د اوکرايين د مشرانو د ساتنې دنده پر غاړه لري.

د اوکرايين استخباراتو ويلي، د دې ادارې مشر واسيل ماليوف او د پوځي استخباراتو د څانګې مشر کیريلو بودانوف هم د هدف برخه وو.

د اوکرايين د استخباراتو اداره وايي، دغې ډلې هڅه کوله چې د ښاغلي بودانوف د ورځني مهالوېش او خوځښتونو د معلومولو لپاره د ساتونکو او امنيتي ډلو تر منځ نفوذ پيدا کړي او بيا د هغه موټرونه د ډرون او توغنديو په وسيله په نښه کړي.