د خارکېیف ښار پر یوه پلورنځي د روسیې برید ۱۲ کسان وژلي

د خپرېدو وخت

د اوکرایین په شمال ختیځ کې د خارکیېف والي وايي، د دغه ښار په څنډه کې پر یوه بوخت پلورنځي د روسیې د برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی دی.

د شنبې په ورځ دوه بمونه د سوپرمارکیټ پر ودانۍ او د کور جوړونې د توکو پر پلورنځي ولګېدل، چې په پایله کې یې څو تنه ووژل شول او لسګونه ملکي وګړي ټپیان شول.

د خارکیېف والي اولیه سینهوبوف مخکې ویلي وو چې ۶ کسان په سملاسي ډول وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي او د ۱۶ کسانو برخلیک معلوم نه دی.

د خارکیېف ښاروال ایهور ترخوف هم وویل چې ډېری خلک ورک شوي او دا برید یې "مازې ترهګري" بللې ده.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي دا برید غندلی او دا یې د "روسیې د لېونتوب بله پایله" بللې ده.

هغه وویل چې کېدای شي د برید په وخت کې په سوپر مارکیټ کې دننه به له ۲۰۰ ډېر خلک وو. هغه زیاته کړه: "یوازې د پوتین په څېر لېونیان په دې ډول خلک وېرولی او وژلی شي. "

د روسیې پوځ د اوکرایین پر سرحدي پوستو د بریدونو له نوې څپې وروسته د خارکیېف سیمې ډېرې برخې نیولې دي.

دا برید د هوايي دفاع د کمزورتیا په اړه د اوکرایین اندېښنې په ګوته کوي او ښاغلي زیلېنسکي بیا ټینګار وکړ چې اوکرایین د خپل ځان د دفاع لپاره له خپلو لوېدیځو متحدینو هوایي دفاعي سیسټمونو ته اړتیا لري.

د روسیې نوی برید په ایټالیا کې د G7 د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته شوی، چېرې چې وزیرانو د اوکرایین د جګړې د هڅو د تمویل لپاره د روسیې له کنګل شويو شتمنیو څخه د ګټې اخیستنې وړاندیز ملاتړ وکړ.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر جینټ ییلن وویل چې د دې نظر لپاره پراخه ملاتړ شته.

د متحده ایالاتو د وړاندیز له مخې، جي اوه او د ټلوال به یې کیېف ته د ۵۰ میلیارد ډالرو پور لپاره د تضمین په توګه په لوېدیځو بانکونو کې د روسیې کنګل شوې شتمنۍ وکاروي.

ددې مسلې بیاکتنه تر راتلونکې میاشتې پورې ځنډول شوې، خو روسیې ګواښ کړی چې که عملي شي، غچ به واخلي.