د اسیا تر ټولو شتمن کس زوی واده ته د نړۍ بډایه خلکو تر څنګ راشد خان هم رسیدلی

کرېکټ

د عکس سرچینه، social media

    • Author, زویا متین
    • دنده, بي بي سي- ډیلی
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د کرېکټ نامتو لوبغاړی راشد خان د نړۍ د نورو مشهورو او بډایه خلکو سره یو ځای د اسیا تر ټولو شتمن کس د کورنۍ لخوا له واده مخکې ترتیب شویو مراسمو کې د ګډون لپاره هند ته رسیدلی دی.

په ګڼو هغو ویډيوګانو کې چې هندي رسنیو خپرې کړي نوموړی د هند د بل مشهور لوبغاړي سوریا کمار سره یو ځای د واده مراسمو ځای ته رسېږي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور اېوانکا ټرمپ، د نړۍ بل شتمن کس بېل ګېټس،مارک زوکیربیرګ او ځینې نور هغه کسان دي چې د ریلائنس صنعتي شرکتونو څښتن مکېش امباني د خپل زوی له واده مخکې یوې ترتیب شوې مېلمستیا ته رسېدلي دي.

امباني کورنۍ د اننت امباني او رادیکا مرچنټ د کوژدې په مراسمو کې (د ۲۰۲۳ کال جنوري میاشت)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امباني کورنۍ د اننت امباني او رادیکا مرچنټ د کوژدې په مراسمو کې (د ۲۰۲۳ کال جنوري میاشت)

د دوی تر څنګ یو شمېر نور خورا مشهور او نفوذ لرونکي کسان هم د هند ګجرات ایالت ته تللي، چې د اسیا تر ټولو شتمن کس د کورنۍ لخوا له واده مخکې ترتیب شویو مراسمو کې ګډون وکړي.

راشد خان د نورې نړۍ تر څنګ هند کې ځانګړی شهرت لري او د ګوتو په شمېر هغو بهرنیو لوبغاړو څخه دی چې دغه ګڼ میشتي هېواد کې ډېر مینه وال لري او درناوی ورته کېږي.

دی د هند د کرېکټ په مشهور سوداګریز لیګ (ای پي اېل ) کې د ګجراټ ټایټنز لوبډلې سره لوبېږي.

په پام کې ده، چې رادیکا مرچنټ به په راتلونکې جولای میاشت کې د مکېش امباني له ۲۸ کلن زوی اننت امباني سره واده وکړي. هندي فلمي ستوري شاه رخ خان او امیتاب بچن هم جام نګر ښار ته تللي، چې په دې درې ورځنیو مراسمو کې ګډون وکړي.

د فوربس مجلې شمېرو له مخې ۶۶ کلن مکېش امباني اوسمهال ۱۱۵ میلیارده ډالر شتمني لري او د نړۍ تر ټولو شتمنو کسانو په لیست کې لسم ځای لري.

د ریلائنس په نامه د شرکتونو شبکه د مکېش امباني پلار په ۱۹۶۶ کال کې تاسیس کړه، چې اوس د نفتو پاکولو له صنعت نیولې تر خورده فروشۍ، مالي خدمتونو او مخابراتي شبکو پورې بېلابېلو برخو کې کاروبار کوي.

اننت امباني د ده په دریو اولادونو کې تر ټولو کشر دی، چې د همدې ریلائنس شرکتونو اړوند فعالیت کوي. ۲۸ کلن اننت د ریلائنس په انرژۍ څانګه کې فعالیت کوي او د فاونډېشن بورډ غړی دی.

د پریمانه لګښتونو مخینه

اننت امباني او رادیکا مرچنټ له واده مخکې ځايي اوسیدونکو ته د مېلمستیا ورکولو پر مهال.
د عکس تشریح، اننت امباني او رادیکا مرچنټ له واده مخکې ځايي اوسیدونکو ته د مېلمستیا ورکولو پر مهال.

دې کورنۍ له دې مخکې هم په خپلو ودونو کې د خورا ډېر لګښت کولو له کبله شهرت درلود او د اننت له واده مخکې دغه مېلمستیا هم همداسې مراسم بلل کېږي، چې ریکارډ کچه لګښت به ولري.

په ۲۰۱۸ کال کې د مکېش امباني د لور ایشا امباني له واده مخکې په اودیپور کې همداسې یوه مېلمستیا ترتیب شوې وه، چې د پاپ موسیقۍ مشهورې امریکایۍ سندرغاړې بیونسې پکې سندرې ویلې وې.

د امریکا بهرنیو چارو مخکینیو وزیرانو هیلري کلینټن او جان کیري هم په هغو مراسمو کې ګډون کړی و، چې بلومبرګ د سرچینو له قوله د هغو مراسمو لګښت ۱۰۰ میلیونه ډالره یاد کړی و. خو ''کورنۍ ته د نژدې یوه کس'' له قوله بیا د بلومبورګ د رپوټ دا شمېرې ناسمې بلل شوې وې او ادعا شوې وه، چې ټولټال لګښت یوازې ۱۵ میلیونه ډالره و.

د اننت امباني له واده مخکې اوسني مراسم بیا روانه اونۍ داسې پیل شول، چې امباني کورنۍ په جام نګر کې ځايي خلکو ته یوه مېلمستیا ورکړه.

تمه کېږي، چې د جام نګر په دې مېملستیا او مراسمو کې به نژدې ۱۲۰۰ کسان ګډون وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې په مراسو کې به همدي میلیاردران ګوتم اډاني، منګلم بیرلا او د ډیزني اجرايي مشر بوب ایګر هم ښايي ګډون وکړي، چې په دا وروستیو کې یې په هند کې خپلې اثاثې له ریلائنس سره شریکې کړې دي.