د نړۍ تر ټولو قیمتي کور د ننه منظره

د عکس سرچینه، BBC World Service
د لومړي ځل لپاره د نړۍ تر ټولو قیمتي کور د ننه ډیزاین په ډاګه شوی دی.
راپورونه وايي چې ددغه کور ارزښت، چې څښتن یې یو هندی شتمن موکیش امباني دی، تر یو میلیارد ډالرو اوړي.
دغه کور ته د "اسطوري ټاپو" نوم هم ورکړل شوی دی.
د امباني ښځې، نیتا له یوې مجلې سره په مرکه کې ویلي چې "دا لومړی ځل دی چې د خپل کور په اړه غږېږم. "
هغې دا هم ویلي چې د کور په اړه یې رسنۍ له حقیقت ډېر څه خپروي.
ځینو رسنیو دا پوښتنه هم کړې ده چې ایا ددې کور د ننه خپله د کور څښتن اوسېږي او که څنګه.
په تېر نومبر کې د امباني ښځې دا هم ویلي چې دواړه په تېر سپتمبر کې په دې کور کې اوسېدلي دي.
هغې جیمز ریجیناتو ته چې دغه کور ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې، ویلي چې "دوه میاشتې وړاندې دغه کور ته راغلو... هغه وخت راته ویل شوي وو چې نه ورځو. "
په یوه اخیستل شوي عکس کې د کور د یوې خونې کړکۍ له ځمکې تر چت پورې ښودل شوې، چې پر دېوال یې د پنځو ستورو مجسمې هم کښل شوې دي.
امباني وايي: "د هندوانو په خبره، دا یو عصري کور دی. "
دا ۲۷ پوړیزه کور دی، جې ریجیناتو وايي چې د کور لوړوالی ۵۷۰ ګامه دي چې ۴۰ پوړه پوره کوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د ریجیناتو په وینا، په ودانۍ کې د ګاډو ګراج، د نڅا لوی سالون، روغتیايي مرکز او د ساتېرۍ ځایونه او د مېلمه پالنې ځانګړې خونې شته.
د امباني ښځې دا هم ویلي چې د کور په جوړولو کې له هغو کم سارو لرګیو او کریسټال مرمر څخه ګټه اخیستل شوې، د هندي توږونکو په لاس جوړ شوي دي.
دا وايي چې په هندي سبک دغه جوړ شوي کور کې د هندي عبادت ځای هم شته.
خو ځینې کسان ددغه کور په جوړېدو نیوکه کوي او وايي چې ډېر لوی دی، هومره چې ان د ممبۍ ښار نژدې ټول اوسېدونکي په کې ځایېدلی شی.
د ودانۍ په ځمکني پوړ کې یو معبد او په وروستي هغه کې یو کتابتون هم شته.
امباني "ریلایانس" ادارې غړی او اداري مشر هم دی، خو د هغه خور انیل امباني بیا د دغې ودانۍ په ۱۴ پوړونو کې د کورنۍ له نورو غړو سره یوځای اوسېږي.
د ورور او خور ترمنځ په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال د خپل پلار تر مړینې وروسته د هغه د میراث پر سر یوه شخړه هم رامنځ ته شوې وه.


















