کاناډا د یوه سېک بېلتونپال د وژنې په تړاو دری کسان نیولي

هرديپ سېنګ

د عکس سرچینه، SIKH PA

د خپرېدو وخت

د کاناډا پوليس وايي د يوه مشهور سېک فعال او بېلتونپال د وژنې په تړاو يې دری مشکوک هندي وګړي نيولي دي.

هرديپ سېنګ نېجر د ۲۰۲۳ کال د جون پر ۱۸ مه د کاناډا ونکوور ښار په څنډو کې د مخ پټو وسله والو له خوا په ډزو ويشتل شوی و.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ويلي وو، داسې باوري ثبوتونه شته چې د ښاغلي نېجر وژل کېدو او هند تر منځ تړاو ښيي او له هغه وروسته د هند او کاناډا تر منځ اړیکي په بې ساري توګه ټیټې کچې ته ورسېدې. خو هند په کلکه په دې پېښه کې لاس لرل ردوي.

د کاناډا د پوليسو يوه مشر، منديپ موکر د جمعې په ورځ د دريو کسانو د نيول کېدو خبر ورکړ. نوموړی وايي دغه کسان چې نومونه يې ۲۲ کلن کرن برار، ۲۲ کلن کمل پريت سېنګ او ۲۸ کرن پريت سېنګ دي ټول هندي وګړي دي او د کاناډا په اډمونټن سيمه کې اوسېدل.

د ښاغلي مکرم په وينا، د دې قضيې په تړاو پر دوی د وژنې او په وژنه کې د لاس لرلو تورونه لګېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، "موږ پوهېږو چې ښايي په دې وژنه کې نور کسان هم ښکېل وي، موږ د دغو ټولو کسانو موندلو او نيولو ته ژمن يوو."

پوليسو په يوه بيان کې وويل چې په پېښه کې د هند د لاس لرلو په اړه هم پلټنې دوام لري.

نېجر په برېټېش کولمبيا کې د سېکانو يو له مخکښو مشرانو او د بېلتون پالو (خالصتان غورځنګ) له کلکو ملاتړ څخه و. خالصتان غورځنګ په هند کې د سېکانو لپاره د بېل هېواد جوړولو مبارزه کوي.

د هند حکومت د خالصتان ډلې کلک مخالف دی او ښاغلی نجېر يې "ترهګر" بللی و.

د سېکانو دغه بېلتون غوښتونکې ډله له اوږدې مودې راهيسې د هند او کاناډا تر منځ چې ګڼ شمېر سېکان په کې مېشت دي د کړکېچ لامل ګرځېدلې ده.

لومړي وزير جسټن ټروډو ويلي، د کاناډا استخباراتي ادارې پايلې ښيي چې د هند د اجنټانو او د هرديپ سېنګ د وژنې تر منځ تړاو موجود دی.

نوموړي په پارلمان کې وويل، "د کاناډا په خاوره کې د يوه کاناډايي وګړي په وژنه کې د بهرني حکومت هر ډول لاسوهنه زموږ له ملي حاکميت نه مننونکي سرغړونه ده."

ښاغلي ټروډو د دې ادعاو په اړه ډېر توضيحات ور نه کړل.

د خالصتان غورځنګ په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانيا د هند خپلواکۍ له وخت سره تړاو لري. دغه ډله د سېکانو لپاره جلا هېواد غواړي. د ښاغي نېجر پلویان وايي، نوموړي د خپل فعاليت له امله څو ځله ګواښل شوی و.

سېکان په هند کې مذهبي اقليت دی چې د دغه هېواد نژدې دوه سلنه نفوس جوړ وي.

په وروستیو کلونو کې له هنده بهر د دغه غورځنګ پلویانو یو ځل بیا د جلا کېدو هڅې چټکې کړې دي.