کاناډا له هنده ۲۱ دیپلوماتان ایستلي دي

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX
- Author, نادین یوسف
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په کاناډا کې د یوه سیک بېلتونپال مشر له وژل کېدو وروسته د هند او کاناډا تر منځ ناندریو کې اوس، له هنده ۲۱ کاناډايي دیپلوماتان وتلي دي.
هند دوې اونۍ مخکې کاناډا ته ویلي و، چې خپل لسګونه دیپلوماتان دې له دې هېواده وباسي او ګواښ یې کړی و، که داسې و نه شي، د دې کسانو دیپلوماتیک خوندیتوب به ترې واخیستل شي.
کاناډاي چارواکو بیا د هند دا غوښتنه له نړیوال قانونه سرغړونه بللې. د هند او کاناډا تر منځ له هغه وروسته اړیکي خړپړ شول، چې د دې تېرې جون میاشتې پر ۱۸مه هردیپ سینګ نیجار په کاناډا کې ووژل شو او کاناډا په دې وژنه کې د هند څارګرو ادارو لاس لرلو تور پورې کړ.
هند بیا دا تورونه رد کړي او ''ملنډو'' ته ورته یې بللي.
پر پنجشنبه د کاناډا بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولې تائید کړه چې ګڼ شمېر کاناډايي دیپلوماتان او د دوی کورنۍ له هنده وتلي دي.
نوموړې وايي، هندي چارواکو ویلي و، چې د اکتوبر تر ۲۰مې پورې به له ''ټولټال ۲۱ دیپلوماتانو'' په یو اړخیز ډول د دوی د دیپلوماتیک خوندیتوب حیثیت واخیستل شي.
د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی هغه ادعا رد کړې چې دا له نړیوالو اصولو سرغړونه ده.
بل لور اغلې جولې وايي، د دوی ۲۱ دیپلوماتان اوس هم په هند کې دي، خو په وینا یې د کارکوونکو لږوالي له کبله به په هند کې خپل سفارتي فعالیتونه محدود کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په سپتمبر کې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو وویل، داسې باوري ثبوتونه شته چې د ښاغلي نجار وژل کېدو او هند تر منځ تړاو ښيي او له هغه وروسته د هند او کاناډا تر منځ اړیکي په بې ساري توګه ټیټ کچ ته ورسېدل.
ښاغلي ټرودو ویلي و، د کاناډا استخباراتو معلومات ښيي چې په دې وژنه کې ''د هند حکومت استول شویو کسانو'' لاس درلود.
نیجار په برټش کولمبیا کې د سیکانو یوه معبد مخکې چې ده یې مشري کوله د مخ پټو کسانو له لوري وژل شوی و. کاناډايي پولیسو دا د ''هدفي وژنې'' پېښه بللې وه او په دې هکله تر اوسه پوښتنې، ګروېږنې کوي.



















