امیر خان متقي: د رسمیت پېژندلو لپاره مو 'ټول شرطونه پوره' کړي

امیر خان متقي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی متقي وايي، د دوی حکومت کې د ښځو ونډه ښکاره ده چې په وینا یې یوازې پوهنې وزارت کې ۹۲ زره ښځې کارمنانې او استادانې دي، ‌۱۴ زره نورې عامې روغتیا وزارت کې پر روغتیايي ‌کارونو بوختې دي.
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي ویلي، اوس دا وخت را رسېدلی چې نړیوال یې حکومت په رسمیت وپېژني، ځکه دده په وینا، د رسمیت پېژندلو لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.

ښاغلی متقي زیاتوي، له نړیوالو په تېره له ګاونډیو سره ښه اړیکي لري او په هغو هېوادونو کې چې ډېر افغان کډوال ژوند کوي، د دوی سفارتونه فعال شوي.

نوموړی د طالبانو حکومت ستونزې مني، خو وايي حکومت فساد نه شته او مسلکي کسان دندې پر مخ بیايي.

ښاغلي متقي بي بي سي له سره مرکې کې ویلي، نړیوال باید له طالبانو هغه تمه ولري چې دوی پخوا هم عملي کړې وه.‌

ښاغلی متقي پوښتي چې په افغانستان کې "ایا د کمونیستانو حکومت ډېر ټول‌شموله وو او که د مجاهدینو (استاد رباني او صبغت الله مجدي صاحب) ټول‌شموله وو او که بیا په بُن کې د اوو-اتو کسانو جوړ شوی حکومت او که بیا کابل کې د دوو ټیمو حکومت چې په حقیقت کې یو ټیم وو بیا سره دوه شوي وو، ټول‌شموله وو".

د یادونې وړ ده هغو حکومتونو چې ښاغلي متقي یې یادونه کړې، ‌نجونې له تعلیمه نه وې منع کړې، خو په جګړه ییز حالت کې بیا ښوونځي تړلي وو.

خو ښاغلی متقي وايي، د دوی حکومت کې د ښځو ونډه ښکاره ده چې په وینا یې یوازې پوهنې وزارت کې ۹۲ زره ښځې کارمنانې او استادانې دي، ‌۱۴ زره نورې عامې روغتیا وزارت کې پر روغتیايي ‌کارونو بوختې دي.

دی مني چې سمه ده په ځینو برخو کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه راغلي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

څه موده وړاندې طالبانو د پوهنتون د ښځینه محصلانو د تعلیم بهیر تر دویم امر پورې وځنډاوه، بیا یې په نا دولتي مؤسسو کې چې تر ډېره بهرنۍ مؤسسې وې، د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې په غبرګون کې پنځو لویو نا دولتي نړیوالو مؤسسو په افغانستان کې خپلې چارې ودرولې.‌

طالبان استدلال کوي چې په دغو مؤسسو کې د ښځو د کار لپاره مناسب چاپېریال او زمینه لا نه دي برابر شوي، خو یادې مؤسسې وايي، دوی د افغان ښځینه کارمنانو لپاره له افغاني ټولنې او دو او همدا شان د اسلامي لارښوونو مطابق کاري چاپېریال برابر کړی او د دوی له کار پرته میلیونونو اړمنو افغانانو، چې ډېری برخه یې ښځې دي، خپل چوپړونه نه شي رسولی.‌

له ښاغلي متقي وپوښتل شول، چې د دوی پر حکومت دا نیوکه هم کېږي چې په حکومت کې نورو مسلکي کسانو ته د کار نه ورکولو له کبله پر طالبانو نیوکې ډېرې شوې دي،‌ خو ښاغلی متقي وايي، د دوی په حکومت کې د مسلکي کسانو حضور ددې لامل شوی چې د افغانستان د لویو اقتصادي پروژو د کار څرخ بېرته اړول شوی او کارونه یې مخته روان دي.