چین او ایران: د طالبانو حکومت دې خپلې ځینې تګلارې بدلې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو ولسمشرانو په بېجېنګ کې سره لیدلي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې د افغانستان پر روانو حالاتو هم خبرې کړې دي.
د چین او ایران ولسمشرانو شي جین پینګ او ابراهیم ريئسي په یوه ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدکړو او کار بندیز اندېښنه ښودلې.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس چې د دغه ګډې اعلامیې ځینې برخې یې خپرې کړې لیکي، چې دواړه مشرانو د خپل منځني او نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د ګاونډي افغانستان په وروستیو بدلونونو هم غږېدلي دي.
د ګډ بیان په یوه برخه کې راغلي، د افغانستان اوسني واکمن باید "د ټول شموله حکومت، لږکیو حقونو ته د درناوي او د ښځو او نجونو د کار او زدکړو په برخه کې خپلې تګلارې بدلې کړي."
دغه دواړه هېوادونه چې له لوېدیځ او امریکا سره یې اړیکي دومره ښه نه دي، تل یې په افغانستان کې د امریکا او ناټو په تېر پوځي ماموریت نیوکې کړې دي.
په نوې اعلامیه کې هم راغلي چې په افغانستان کې "د اوسني وضعیت مسئولیت د ناټو او امریکا په غاړه دی."
د افغانستان دغه دوه ګاونډي هېوادونه چین او ایران په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د نورو هېوادونو پرتله تاوده اړیکي لري.
چین یو له هغو هېوادونو دی چې ان په خپل هېواد کې یې د طالبانو حکومت ډيپلوماتانو ته د فعالیت اجازه هم ورکړې ده.




















