"افغانستان کې دوه امریکایان له بنده خوشي شوي"

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت په افغانستان کې دوه نیولي امریکايي وګړي له بنده خوشي کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دا کار د بندیانو د تبادلې یا د پیسو په بدل کې نه دی شوی.

ددغو خوشي شوو کسانو نومونه او نور مالومات نه دي ډاګیز شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، امریکا په افغانستان کې نن د دوو نیول شویو امریکايي وګړو د خوشي کېدو هرکلی کوي.

ښاغلي توماس پر ټویټر لنډ پیغام کې افغانستان کې د سې شنبې په ورځ د دوو امریکايي وګړو د خوشي کېدو په تړاو لنډ پیغام کې ویلي، دوی به ددغو خوشي شویو امریکایانو د سلامتیا او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره لازمه مرسته وکړي.

اې ایف پي خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېټ پرایس ویلي، د ښه نیت له مخې طالبانو دوه امریکايي بندیان خوشي کړي دي.  

دواړه خوشي شوي امریکایان قطر ته لېږدول شوي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

سي اېن اېن ویلي، د دوی د سرچینو د معلوماتو له مخې،‌ په خوشي شویو امریکایانو کې یو یې فلم جوړوونکی دی، چې له خپل افغان پروډیوسر سره د روان کال اګسټ میاشت کې کابل کې د فلم ثبتولو پرمهال نیول شوی و.

د خبریالانو د خوندیتوب یوې کمېټې سي اېن اېن ته ویلي چې دغه امریکایي کابل کې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په سیمه کې د ډرون په مټ فلم ثبتاوه.‌

طالبانو سم لاسي ددې خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

نورزی او مارک

د عکس سرچینه، Taliban / Social Media

د عکس تشریح، بشر نورزی ۱۷ کاله امریکا کې او مارک فریرکس څه باندې دوه کاله افغانستان کې بندي و

ویل شوي یوه خوشي شوي امریکایي فلم جوړوونکي افغانستان کې د یوې میاشتې وېزه لرله،‌ خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا د یو کال کار اجازه یې هم لرله.‌

په تېره سپتمبر میاشت کې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د دوو بندیانو د تبادلې لړ کې یو مشهور افغان سوداګر او د طالبانو ملاتړی حاجي بشر نورزی، له طالبانو سره د بندي امریکایي وګړي مارک فریرکس بدل کې خوشی شو.

باور کېده چې نوموړی د حقاني شبکې نیولی و.‌

هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي وو، ددغه امریکايي وګړي د خوشي کېدو معامله کې دوی له طالبانو سره ټینګه اړیکه کې و، د طالبانو ویاند هم ویلي وو چې دوی د بندیانو د تبادلې په باب له خوندي بحثونو او خبرو ګټه اخیستې ده.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو بیا رسېدو راهیسې، د ختمېدونکي ۲۰۲۲  کال اکتوبر میاشت کې قطر کې له طالبانو سره د امریکا لومړنۍ خبرې پیل شوې.