تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې دوه امریکایان له بنده خوشي شوي"
د طالبانو حکومت په افغانستان کې دوه نیولي امریکايي وګړي له بنده خوشي کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دا کار د بندیانو د تبادلې یا د پیسو په بدل کې نه دی شوی.
ددغو خوشي شوو کسانو نومونه او نور مالومات نه دي ډاګیز شوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، امریکا په افغانستان کې نن د دوو نیول شویو امریکايي وګړو د خوشي کېدو هرکلی کوي.
ښاغلي توماس پر ټویټر لنډ پیغام کې افغانستان کې د سې شنبې په ورځ د دوو امریکايي وګړو د خوشي کېدو په تړاو لنډ پیغام کې ویلي، دوی به ددغو خوشي شویو امریکایانو د سلامتیا او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره لازمه مرسته وکړي.
اې ایف پي خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېټ پرایس ویلي، د ښه نیت له مخې طالبانو دوه امریکايي بندیان خوشي کړي دي.
دواړه خوشي شوي امریکایان قطر ته لېږدول شوي.
سي اېن اېن ویلي، د دوی د سرچینو د معلوماتو له مخې، په خوشي شویو امریکایانو کې یو یې فلم جوړوونکی دی، چې له خپل افغان پروډیوسر سره د روان کال اګسټ میاشت کې کابل کې د فلم ثبتولو پرمهال نیول شوی و.
د خبریالانو د خوندیتوب یوې کمېټې سي اېن اېن ته ویلي چې دغه امریکایي کابل کې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په سیمه کې د ډرون په مټ فلم ثبتاوه.
طالبانو سم لاسي ددې خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ویل شوي یوه خوشي شوي امریکایي فلم جوړوونکي افغانستان کې د یوې میاشتې وېزه لرله، خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا د یو کال کار اجازه یې هم لرله.
په تېره سپتمبر میاشت کې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د دوو بندیانو د تبادلې لړ کې یو مشهور افغان سوداګر او د طالبانو ملاتړی حاجي بشر نورزی، له طالبانو سره د بندي امریکایي وګړي مارک فریرکس بدل کې خوشی شو.
باور کېده چې نوموړی د حقاني شبکې نیولی و.
هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي وو، ددغه امریکايي وګړي د خوشي کېدو معامله کې دوی له طالبانو سره ټینګه اړیکه کې و، د طالبانو ویاند هم ویلي وو چې دوی د بندیانو د تبادلې په باب له خوندي بحثونو او خبرو ګټه اخیستې ده.
د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو بیا رسېدو راهیسې، د ختمېدونکي ۲۰۲۲ کال اکتوبر میاشت کې قطر کې له طالبانو سره د امریکا لومړنۍ خبرې پیل شوې.