مانچسټر کې د افغان نجونو د زدکړو په ملاتړ د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ غونډه

د عکس سرچینه، PTM
پرون د افغان نجونو د زدکړو په ملاتړ د برتانیا په مانچستر ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM په مشرۍ غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د PTM سلګونو غړو او د افغانانو نجونو د زدکړو او کار ملاتړو ګډون کړی و او په افغانستان کې یې د طالبانو پر حکومت یو ځل بیا غږ وکړ چې د نجونو پر زدکړې بندیز دې لېرې کړي.
له هغه راهیسې چې په برتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تشکیلات جوړ کړي دا یې څویم ځل دی چې د افغان نجونو د زدکړې په ملاتړ غونډې او لاریونونه ترسره کوي.
پرونۍ غونډه له لندن او نورو ښارونو، مانچستر ښار ته د موټریزو کاروانونو تر رسېدو وروسته ترسره شوه چې د افغانستان ملي بیرغونه او د افغان نجونو د زدکړې په ملاتړ شعارونه یې لېږدول.
ویناوالو او ګډونوالو چې شمېر یې سلګونو ته رسېده په افغانستان کې د طالبانو له حکومته په کلکه وغوښتل چې پر خپلې پرېکړې دې له سره غور وکړي او نجونو ته دې د تعلیم اجازه ورکړي.
د مانچستر ښار اوسېدونکی همایون ساحل وايي، دی د نورو خو په تېره بیا د خپلې کورنۍ د حق غوښتلو ته راغلی دی.
د غونډې د دریځ پر سر د ښوونځي د عمر یو شمېر افغانې نجونې ناستې وې چې د ترانې په ویلو یې په افغانستان کې خپلو همزولو ته د زدکړې اجازه وغوښته.
ناستې ته چې په آنلاین ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وغږېد، دغې غونډې کې تر نورو ډېر، افغانو نجونو ته قدر ورکول هغه څه وبلله چې په افغانستان کې یې هم نجونو ته غواړي.
په غونډه کې چې په مانچستر ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټیم هم وټاکل شو، دې ته په کتو چې د افغانو نجونو پر زدکړې د طالبانو بندیز باندې کابو یو نیم کال تېر شو خو د ښوونځیو دروازې تراوسه پورې بندې دي، د یوې دقیقې لپاره غلی احتجاج وشو.
موخه یې دا وښودل شوه چې هرڅوک دې یو ځل ژور فکر وکړي چې آیا هر هغه فعالیت چې د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو سره مرسته وکړي ترسره کړی یې دی کنه؟
په غونډه کې د طالبانو د حکومت داسې پلویانو هم ګډون کړی و چې د هغوی پر خلاف، د یوې خبرې پر وړاندې یې په تالار د احتجاج غږ اوچت کړ، خو د نجونو د زدکړې په ملاتړ یې شعارونه ورکول.






















