افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو له اړتیا سره سره له طبي زدکړو نوې فارغې نجونې بې برخلیکه دي

- Author, یوسف خان
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
افغانستان کې د طالبانو واک لاندې د ازموینې ادارې له طبي زدکړو نارینه فارغ شویو څخه د اخېستل شوې ازموینې پایلې اعلان کړې، خو وایې له نجونو څخه د طبي زدکړو د فراغت وروستۍ ازموینې سملاسي پلان نشته.
په افغانستان کې له طبي زدکړو څخه د فراغت یا Exit exam د کار د جواز یو مهم سند دی چې دمګړۍ یې زرګونه نجونې برخلیک ته په تمه دي.
بي بي سي له څو داسې نجونو سره غږیدلې چې شاوخوا ۷ کاله یې د طب برخه کې زدکړې کړې دي خو اوس په کور ناستې او خپل برخلیک مالومېدو ته شېبې شمېري.
یوه له دغو نجونو هوسۍ ده چې دلته یې نوم مستعار یاد شوی دی.
هغې له بي بي سي پښتو پاڼې سره په خبرو کې وویل "کله چې خبره شوم له مونږ د اېګزېټ ازموینه نه اخېستل کیږي، سخته نهیلې یم، زه خپل راتلونکی تک تور تیاره وینم. ځکه تر اوسه هیڅ مالومات نشته چې ایا له مونږ به په راتلونکي کې هم ازموینه واخلي که نه."
نوموړې وایې، له دې هیلې سره یې اوه کاله درس ووایه چې خپلو خلکو ته به خدمت وکړي خو اوس له درس ویلو سره سره نهیلې په کور ناسته ده.
هغې له طالبانو په ځانګړي ډول د عامې روغتیا له وزیره وغوښتل چې د دوی برخلیک دې مالوم کړي.
له معالجوي طبه یوې بلې فارغې چې مونږ یې دلته نوم مرسل یادوو بې بي سي ته وویل "افغانستان ښځینه ډاکټرانو ته سخته اړتیا لري او په داسې حال کې چې هم مونږ بې برخلیکه ساتل کېږو سخت د نهیلۍ ځای دی."
آغلې مرسل په ژړه غوني غږ زیاته کړه "ما اووه کاله په ډېرې سختۍ د طب درس ولوست، شپه ورځ مې درس ته اړولي وو، ما په درس ډېر وخت او پیسې لګولي خو له بده مرغه له مونږه ازموینه وانخیستل شوه او تر اوسه یې هم مونږ نجونو ته هیڅ ډاډ نه دی راکړی چې ازموېنه کله اخلي."

مینه 'مستعار نوم' له طبي زدکړو بله فارغه ده چې له بي بي سي سره یې د زړه خواله کړي.
نوموړي هغه مهال چې لا طالبانو د نجونو پر مخ پوهنتونونه نه و تړلي له معالجوي طبه فارغه شوه هغه وایې " ما ۷ کاله په ډېرو سختو شرایطو او بد حالت کې درس ولوست او اخر داسې ښکاري لکه زما ټوله خوارۍ چې په اوبو لاهو شوې وي."
هغه وایې " مونږ ټولې نجونې دې وضعیت او چلند ته سخت په اندېښنه کې یوو، مونږ ته اسلامي امارت هیڅ نه دي ویلي، چې د دوی برخلیک به څنګه وي او کله ازموینه اخلي، مونږ ورته سوال کوو چې زمونږ خواري ته په کم نظر مه ګورئ"
د افغانستان د ازموینې ملي ادارې نږدې لس ورځې وړاندې د فبرورۍ په ۱۸مه له طبي زدکړو فارغ شویو نارینه و څخه له طبي زدکړو د فراغت ازموینه واخیسته.
دې ادراې وار له مخه په دې ازموینه کې یوازې د هلکانو د ګډون اعلان کړی و او له طبي زدکړو د فارغه نجونو ګډون یې په دغې مهمه ازموینه کې ځنډولی وو.
د افغانستان د ازموینې ملي ادارې هغه مهال بي بي سي ته وویل "دا د طبي شورا پرېکړه ده."
د دغې ازموینې اخیستو لپاره د طبي شورا له آدرسه د ازموینو ملي ادارې ته په یوه لیږل شوي مکتوب کې راغلي و چې "د افغانستان طبي شورا په پام کې لري د ډېرو متقاضیانو او لږو فزیکي امکاناتو له کبله دا ازموینه د هلکانو او نجونو په دوو جلا دورو کې واخلي."
د دغې ازموینې پایلې پرون "شنبه" اعلان شوې او پکې له دولتي او خصوصي پوهنتونو د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو فارغ شاوخوا ۷زره هلکانو ګډون کړی وو.

د عکس سرچینه، MOHE
اوس چې د هلکانو له ازموینې لس ورځې تیریږي په ښکاره له نجونو د ازموینې هیڅ پلان نشته.
د ازموینې ملي ادارې ویلي "دوی ته له طبي زدکړو د فاروغو نجونو د ازموینې په اړه لا هېڅ ندي ویل شوي خو که داسې څه وي دوی چمتو دي چې ازموینه واخلي."
طالبانو د ډېسمبر له نیمایې وروسته د ښځو پر زدکړو او کار سخت بندیزونه اعلان کړل چې د نړیوالې ټولنې او ډيری شمېر افغانانو غبرګونونه یې هم پارولي دي.
په افغانستان کې که څه هم د طالبانو په امر په ډېرو ادارو کې ښځې له کاره ګرځول شوي، خو روغتونونو او ښونځيو کې د کار دروازې پرې بشپړې نه دي بندې. سره له دې چې دې برخه کې یې هم ورته ټینګ شرطونه ایښي دي.
طالب چارواکو پرلپسې ډول ویلي، هڅه کوي چې د نجونو د زده کړو او کار لپاره شرایط برابر کړي او د دوی په وینا یاد ځنډ یوازې تر "امرثاني" دی.
داسې حال کې چې د دغې ډلې له واکمنۍ شاوخوا یو نیم کال اوړي لا هم د ښځو د زدکړې او کار اړوند د دوی د تګلارې د بدلون کوم څرک او نښې نه ښکاري.




















