د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د افغان تنکیو ځوانانو لوبډله پایلوبې ته ووته

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د کرېکټ له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له شري لنکا او بنګله دېش سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې یو ځل بیا شري لنکا ته په ۴ منډو ماته ورکړه په دې توګه د دغو سیالیو پایلوبې ته ورسېده.‌

دا پنځوس اوریزه لوبې د متحدو عربي اماراتو ابوظبۍ کې کېږي.‌

دا په دې لوبلړۍ کې د افغانستان له نولس کلنو د کم عمره ملي لوبډلې څلورمه لوبه او دریمه بریا وه.

د دې لوبې پچه د افغان تنکیو ځوانانو لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان د نعمان شاه د ۱۱۶ او د محمد هارون او سهیل خان د نیمه سلیزو په مټ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالي لوبډلې ته د ۳۲۴ منډو نسبتآ ستر هدف وټاکه.

د شري لنکایۍ لوبډلې د توپوهنې پیل ښه نه و او د سر درې لوبغاړي یې ژر یو په بل پسې وسوځېدل.

دا درې واړه لوبغاړي د افغانستان کیڼ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد وسوځول.

هغه وروسته ۴ نورې ویکټې هم واخیستې او د ټولټال ۷ لوبغاړو په سوځولو سره د دې لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د شري لنکا د منځ لوبغاړو نسبتآ اوږده پاڼې ولوبوله او شاوون دانیل پکې په ۱۱۵ توپونو ۱۴۰ چټکې منډې وکړې.

خو دا کافي نه وه او د شري لنکا وروستۍ لوبغاړی د وروستي اوور په ۳ توپ په داسې حال کې وسوځېد چې د لوبې ګټلو لپاره یې ۵ منډو ته اړتیا درلوده.‌

د افغانستان د تنکیو ځوانانو لوبډله په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې له خپلو څلورو د دریو لوبو په ګټلو سره د پواینټونو جدول په سر کې ده او پایلوبې ته ووته.

ټاکلې د دغو سیالیو پایلوبه د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ وشي.