کرېکټ: افغان تنکیو زلمیو بنګله دېش ته لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلنو کم عمر ملي لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

د بنګله دېش له نولس کلنۍ د کم عمر لوبډلې د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او د افغان لوبډلې پر وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځولوسره ۲۷۱ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبغاړو ترمنځ سهیل خان نا سوځېدلې سل منډې جوړې کړې. سلیمان عربزي ۵۵، محمد هارون ۴۳ او اکرم محمدزي ۲۸ منډې وکړې.

دا د افغانستان لپاره په نړیواله لوبه کې د سهیل خان لومړنۍ رسمي سلیزه وه. نوموړي په ۱۱۳ توپونو سل منډې وکړې چې ۴ پکې شپږیزې او ۶ څلوریزې وې او د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

د لوبې غوره لوبغاړی هم سهیل صدیقي شو.

د بنګله دېش له لوبغاړو معروف ماریدا او وارث صدیقي د افغان لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په توپ اچونه کې بیا د افغان تنکیو زلمیو پیل ډېر ښه و، افغان لوبغاړو په لومړي اور کې د بنګله دیش د سر لوبغاړی وسوځاوه. او دا لړۍ همداسې تېزه روانه شوه. یما عرب تر نورو توپ اچونکو لا ښه وځلېد، هغه په اوو اورونو کې یوازې ۲۶ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

فریدون داودزي ۳، ناصر حسن او ۲ او کامران هوتک د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بنګله دېش لوبډلې خپل ټول لوبغاړي د لوبې په ۲۷ اوور کې د ۱۱۳ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل. او افغان لوبډلې د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي خپله کړه.

د افغانستان او بنګله دېش تر ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو بله سیالي به د چهارشنبې په ورځ تر سره شي. دا سیالۍ د عربي متحده اماراتو په ابوظبي کې روانې دي.