د افغانستان کرېکټ بورډ له ۱۹ کلونو د کم عمر لوبډله اعلان کړې

د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ بورډ له ۱۹ کلنو کم‌ عمره ملي لوبډلې جوړولو په موخه د ۳۰ غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

کرېکټ بورډ وايي،‌ د دغې لوبډلې د غوراوي‌ لپاره څه باندې دوه میاشتې مخکې له ٥٠٠٠ کسانو ازموینه واخیستل شوه چې په پایله کې یې د لومړي پړاو غوراوي کمپ لپاره ۱۰۷ لوبغاړي غوره شول.

وروسته بیا خوست ولایت کې ۸ ورځنې کمپ جوړ شو او ۳۰ لوبغاړي د راتلونکو پړاوونو لپاره غوره شول.

کرېکټ بورډ ویلي، غوره شوي لوبغاړي‌به په بل روزنیز او تمریناتي کمپ کې هم په بېلابېلو ډولونو وازمایل شي.

د کرېکټ بورډ‌ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې "په یادو ۳۰ لوبغاړو کې احمدالله، اکرم، علي احمد، اصف محمد، بشیر احمد، فهیم، فرهاد عثماني، فریدون، ګلزار، حمزه، حسن عیسی خیل، هدایت، حزب الله درانی، جمشېد، جاوید، کامران هوتک، خالد، خلیل احمد، محمد هارون، ناصر حسن، ناصر خان، نعمان، نعمان شاه، شېر خان، سهیل، سلیمان عربزی، عثمان خان، وفي الله، یما عرب او یونس ځدراڼ شامل دي."

د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، دغه لوبغاړي به د روان کال د ۱۹ کلنو کم‌ عمره ملي لوبډلو اسیا جام او د راتلونکي کال د نړیوال جام سیالیو ترڅنګ له نورو هېوادونو سره د یو شمېر لوبو لپاره په بشپړ ډول چمتو شي.

د افغانستان نولس کلنو مخکېنۍ لوبډله د ۱۹ کلونو په تېر نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه خو په لږ توپیر یې انکلنډ‌ ته وبایلله.

د کرېکټ په نړیوال ډګر کې د افغانستان لپاره د مهم ځای موندلو لړ کې د هغو افغان لوبغاړو هلې، ځلې خورا مهمې دي، چې له ۱۹ کلنو لوبډلې یې شهرت موندلی.

راشد خان چې په نړیواله کچه خورا غوره لیګ سپنر بلل کېږي، او تازه د غوره بالرانو په سر کې راغلی، په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې لپاره لوبېدلی.

بل سپینر مجیب الرحمان هم خپله عالي لوبه ایله په ۱۶ کلنۍ کې نندارې ته وړاندې کړه او په یوه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې د پنځو وېکټو ترلاسه کووونکی تر ټولو کم عمره لوبغاړی ثابت شو.

د دې تر څنګ قیس احمد، نجیب الله ځدراڼ، جاوېد احمدي او نوین الحق هم هغه افغان لوبغاړي دي، چې د ۱۹ کلنو له لوبډلې یې شهرت موندلی او ښه ځلېدلي دي.

د کرېکټ شنونکي په دې باور دي‌ چې په راتلونکې کې د ښې لوبډلې درلودلو لپاره زلموټي لوبغاړي خورا مهم دي چې باید پانګونه پرې وشي.‌