د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د افغان تنکیو ځوانانو لوبډله پایلوبې ته ووته

د عکس سرچینه، ACB
- Author, راصد ځواک
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د کرېکټ له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له شري لنکا او بنګله دېش سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې یو ځل بیا شري لنکا ته په ۴ منډو ماته ورکړه په دې توګه د دغو سیالیو پایلوبې ته ورسېده.
دا پنځوس اوریزه لوبې د متحدو عربي اماراتو ابوظبۍ کې کېږي.
دا په دې لوبلړۍ کې د افغانستان له نولس کلنو د کم عمره ملي لوبډلې څلورمه لوبه او دریمه بریا وه.
د دې لوبې پچه د افغان تنکیو ځوانانو لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان د نعمان شاه د ۱۱۶ او د محمد هارون او سهیل خان د نیمه سلیزو په مټ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالي لوبډلې ته د ۳۲۴ منډو نسبتآ ستر هدف وټاکه.
د شري لنکایۍ لوبډلې د توپوهنې پیل ښه نه و او د سر درې لوبغاړي یې ژر یو په بل پسې وسوځېدل.
دا درې واړه لوبغاړي د افغانستان کیڼ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد وسوځول.
هغه وروسته ۴ نورې ویکټې هم واخیستې او د ټولټال ۷ لوبغاړو په سوځولو سره د دې لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د عکس سرچینه، ACB
د شري لنکا د منځ لوبغاړو نسبتآ اوږده پاڼې ولوبوله او شاوون دانیل پکې په ۱۱۵ توپونو ۱۴۰ چټکې منډې وکړې.
خو دا کافي نه وه او د شري لنکا وروستۍ لوبغاړی د وروستي اوور په ۳ توپ په داسې حال کې وسوځېد چې د لوبې ګټلو لپاره یې ۵ منډو ته اړتیا درلوده.

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان د تنکیو ځوانانو لوبډله په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې له خپلو څلورو د دریو لوبو په ګټلو سره د پواینټونو جدول په سر کې ده او پایلوبې ته ووته.
ټاکلې د دغو سیالیو پایلوبه د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ وشي.






















