د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام؛ نيوزيلنډ له افغانستانه په يوه وېکټه سيالي وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام کې نيوزيلنډ افغانستان ته په يوه وېکټه ماته ورکړه. افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۹۲ منډو هدف وټاکه چې نيوزيلنډ د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۹ اور کې بشپړ کړ.

د افغانستان لپاره جمشيد ۲۲ منډې وکړې. د ده تر څنګ عرب ګل ۱۰، الله محمد غضنفر ۹ او سهيل خان زرمتي ۸ منډې جوړې کړې.

د نيوزیلنډ مټ رو ۵، راين او ايوالډ دوې دوې او اوسکار جکسن يوه وېکټه واخيسته.

د افغانستان لپاره الله محمد غضنفر دری، خليل احمد او عرب ګل دوه دوه او ناصر خان معروف خېل يو لوبغاړی وسوځاوه.

د نيوزيلنډ لپاره اوسکار جکسن ۲۶، سټکپول ۱۲ منډې جوړې کړې.

افغانستان تر دې مهاله دوې لوبې کړې او دواړه یې بایللې دي. بل پلو نيوزیلنډ بيا خپلې دواړه ګټلې دي. د افغانستان راتلونکې لوبه د جنورۍ پر ۲۶ له نيپال سره ده.

د ۱۹ کلونو نړيوال جام (د جنورۍ پر ۱۹مه) سویلي افریقا کې پیل شوی چې د فبرورۍ تر یوولسمې به روان وي.

دغه پنځوس اوریز یا یو ورځنۍ نړیوال جام دی چې د افغانستان په ګډون ټول ټال په کې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي.

افغانستان په د ګروپ کې د نيوزيلنډ، پاکستان، نيپال تر څنګ لوبېږي.