له ۱۹ کلونو د کم عمرو کرېکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډلې لومړۍ لوبه په لوی توپیر وبایلله

د عکس سرچینه، acb
د تنکیو ځوانانو د نړیوال جام په چوکاټ کې پاکستان افغان لوبډلې ته په ټولو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په اوټېدو ۲۸۴ منډې جوړې کړې وې چې په بدل کې یې افغان لوبډله یوازې د ۱۰۳ منډو په جوړولو بریالۍ شوه.
پاکستانۍ لوبډلې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۲۶م اوور کې اوټ کړل او له دې سره یې لوبه د ۱۸۱ منډو په لوی توپیر وګټله.
له دې سره پاکستان د نړیوال جام سفر په سترې بریا خو افغانستان په خواشینونکي بڼه پیل کړ.
د افغانستان لخوا یوازې دریو لوبغاړو له لسو ډېرې منډې وکړې خو هیڅ یوه یې یاد هدف ته د رسېدو په موخه هیله بښونکي لوبه ونه کړه.
په افغان لوبغاړو کې نعمان شاه له ۲۶، رحیم الله او سهېل خان له شلو شلو او حسن عیسی خېل له ۱۹ منډو سره مخکښ وو.

د عکس سرچینه، ACB
د ۲۰۲۴م نړیوال جام په چوکاټ کې نن شنبه افغانستان او پاکستان لومړنۍ لوبه کې د سویلي افریقا اېسټ لندن نومي سیمه کې له یوه بل سره مخ وو.
له ۱۹ کالونو څخه کم عمره پاکستانۍ لوبډلې د نړیوال جام د سفر د پیل دغې لوبه کې پچه ګټلې وه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د پاکستان له لوري شاهزېب خان ازښتانکه سلیزه او لوبډلمشر سادبېګ نیمه سلیزه جوړه کړه چې ورسره یې هدف لوړ کړ.
د افغانستان له لوري تر ټولو بریالی بالر خلیل احمد ثابت شو.
هغه په ټاکلو لسو اورونو کې څلور پاکستاني لوبغاړي اوټ کړل او ۵۱ منډې پرې وشوې.
له دې وړاندې پاکستانۍ لوبډلې د لوبې محتطانه پیل کړی و او په لومړیو ۵ اورونو کې یې ۱۸ منډې جوړې کړې خو وروسته افغان لوبغاړي وتوانیدل چې له ۵۰ منډو جوړولو مخکې د سیالې لوبډله دوه لوبغاړي اوټ کړي.
د دغو سیالیو په اړه څومره پوهېږئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو نړیوال جام پرون (د جنورۍ پر ۱۹مه) سویلي افریقا کې پیل شوی چې د فبرورۍ تر یوولسمې به روان وي.
دغه پنځوس اوریز یا یو ورځنۍ نړیوال جام دی چې د افغانستان په ګډون ټول ټال په کې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي.
د مهالوېش او ډله بندۍ له مخې افغانستان په ډي یا څلورم ګروپ کې دی.
په همدې ګروپ کې له افغانستان سره لوبېدونکي نورې لوبډلې د پاکستان، نیوزیلنډ او نیپال دي.

د عکس سرچینه، acb
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې همدا تېره او روانه میاشت د پام وړ ښې لوبې نه دي کړې او په اړه یې ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه هم پاریدلي وو.
که د افغانستان د دغې لوبډلې وروستیو پنځو لوبو ته وکتل شي، له ټولو پنځو لوبو یې یوه کې بریا خپله کړې.
له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو پاکستانۍ لوبډلې بیا په وروستیو ۵ نړیوالو لوبو کې درې ګټلې او باور دا دی چې له ښه مورال سره نړیوال جام ته تللې ده.

د عکس سرچینه، PCB
افغانستان لوبډله د نصیر خان په لوبډلمشرۍ لوبېږي او په ترکیب کې یې د افغانستان د ملي لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي محمد نبي زوی حسن عیس خیل او نور لوبغاړي ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو په تېر کې د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې ته ماته ورکړې او د یو ورځنیو سیالیو په تېر نړیوال جام کې یې د افغانستان ملي لوبډلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته هم تاریخي ماته ورکړه.
نورې لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو د نړیوال جام په چوکاټ کې نن د افغانستان او پاکستان له لوبې ور ها خوا هم مهاله دوه نورې لوبې هم روانې دي.
بنګله دېش د هند پر وړاندې د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه کړې او په ورته مهال د سکاټلنډ د ۱۹ کالونو لوبډله د انګلنډ پر وړندې توپ وهنه کوي.
د دغه جام په لومړۍ ورځ (پرون) دوه لوبې شوې وې چې لومړۍ هغه یې ایرلنډ له امریکا او بله یې کوربه سویلي افریقا له ویسټ انډیز ګټلې وه.


















