د سي.آی.اې مشر وايي، پوتین ښايي د واګنر ډلې مشر نه غچ واخلي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي.آی.اې مشر وايي، ولادیمير پوتین د واګنر ډلې مشر یفګېني پریګوژين نه د غچ اخیستلو لپاره پلان جوړولو باندې لګیا دی.
ښاغلي پريګوژين شاوخوا یوه ماشت مخکې د ولاديمير پوتین پر ضد د یوه پاڅون مشري وکړه.
د سي.آی.اې مشر ویلیم برنز ویلي، دې پاڅون د پوتین په جوړ کړي نظام او ځواک کې د پام وړ ضعف رابرسېره کړی دی.
هغه د 'اسپين امنیتي ناستې' ته وویل چې له همدې کبله ښايي ولادیمیر پوتین له هغه انتقام واخلي خو په وینا یې، "موږ چې د کوم څه شاهد یو دا د پوتین یو ډېر پېچلی عمل" دی.
ښاغلي برنز همدا راز ویلي، د پوتین او پريګوژين تر منځ تر دغه اختلاف وروسته ښاغلی پريګوژين څو ځایونه د اوسېدلو لپاره کارولي خو په وروستیو کې د بېلاروس په پلازمېنه مینسک او په روسیه کې پاتې شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
دی زیاتوي چې د واګنر اجیره ډله د روسیې لپاره په ځانګړي ډول په افریقا کې ډېره ګټوره ده نو پر همدې بنسټ پوتین هڅه کوي چې له پريګوژين یې رابېله کړي.
د امریکا د استخباراتي ادارې دا مشر په دې اند دی چې "پوتین فکر کوي د غچ اخیستلو لپاره تر ټولو ښه وخت هغه دی چې د چا تمه نه وي چې داسې څه به وشي"
د واګنر ډلې مشر د پوتین اشپز و؟
د یادولو ده چې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ویلي وو، د دې خطر شته چې ښايي د واګنر مشر ته زهر ورکړل شي او په وینا یې، "که زه د هغه پر ځای وای نو دې ته به پام کوم چې څه خورم، خپله د خوړو مېنو به په کلکه څارم"

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي برنز هم د همدې جملې په تکرار سره ویلي، "که زه پريګوژين اوسم نو د ډوډۍ تر خوړلو وړاندې به د هغه راوړونکی د هماغې غذا تر څکولو مخکې نه رخصتوم"
د سي.آی.اې مشر همدا راز ویلي چې د امریکا استخبارات د واګنر ډلې د مشر تر پاڅون مخکې خبر وو. دی وايي، د سرګي سورويکين په نوم د روسي ځواکونو یو جګپوړه جنرال چې د پاڅون تر پېښېدو مخکې خبر و، خپله "ازادي" له لاسه ورکړې ده.
ویلیمز برنز وايي، "تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د روسیې مشر له داسې یو چا سره په ناندریو کې ښکېل شو چې مخکې د ده د خوړو مسول و".
د واګنر ډلې مشر پريګوژين د "پوتین اشپز" په نوم یادېږي چې مخکې د هغه د تشریفاتو مسول و، ورپسې یې د روسیې په پوځ کې شهرت خپل کړ او وروسته یې واګنر ډله جوړه کړه.
د سي.آی.اې مشر همدا راز وايي چې دغه پاڅون به د روسیې د پوه کهول تر منځ د پوتین په اړه ډېرې پوښتنې راولاړې کړي او په وینا یې، که اوکرايين په جګړه کې پرمختګ وکړي نو د خلکو پام به د پريګوژين هغو نیوکو ته ډېر ورټول شي چې د دې جګړې په اړه یې کړې دي.





















