اوکرايين جګړه؛ پرېګوژن لا هم د روسيې پر ځواکونو نيوکې کوي
د خپرېدو وخت
د هغه سړي عکسونه خپاره شوي چې د روسیې نظامي مشرانو پر ضد یې د موقتي پاڅون مشري کوله. دا لومړی ځل دی چې د واګنر اجیرې ډلې مشر، یوګیني پرېګوژن، له هغه پاڅون راهیسې لیدل کېږي.
رپوټونه وايي دی په ګاونډي بېلاروس کې دی. لکه زموږ د خبریال نېک بیک، په رپوټ کې چې به یې وګورئ، ښاغلی پرېګوژن لاهم د روسیې پر وسله والو ځواکونو نیوکې کوي.