امریکا او اروپايي هېوادونو اوکرايين ته د لا ډېرو درنو وسلو ورکولو ژمنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا ویلي چې اوکرايين ته به د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات ولېږي چې زغروال ګاډي او دفاعي سيسټم پکې شامل دی.
څو اروپايي هېوادونو هم په دې برخه کې ژمنې کړې دي او بریتانیا ویلي چې کيېف ته به د نورو ګڼو وسلو تر څنګ سلګونه توغندي ورکړي.
دا اعلان د هغې غونډې په درشل کې کېږي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ په المان کې اوکرايين ته د وسلو د ورکړې په اړه د همغږۍ لپاره جوړېږي. په دې ناسته کې د پنځوسو هېوادونو استازي ګډون کوي.
پرون پنجشنبې هم په دې اړه په استونیا کې د یوولسو هېوادونو استازو په یوه پوځي کمپ کې سره وکتل. دوی اوکرايين ته د وسلو د نوې جوپې د لېږد لپاره هلته ورټول وو او وايي، دا وسلې د دې لپاره ورکوي چې اوکرايين له روسیې خپله خاوره بېرته ونیسي او په جګړه کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه پرې ونیسي.
په تازه پوځي مرستو کې شاملې وسلې
د بریتانیا، پولنډ، لتویا،لېتوانیا، ډېنمارک، چېک جمهوریت، استونیا، هالنډ او سلواک هغه نهه هېوادونه دي چې په دې برخه کې یې د اوکرايين د ملاتړ ټټر وهلی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د هغو وسلو یادونه کړې چې کيېف ته به یې ورکوي.
- بریتانیا: ۶۰۰ برېمسټون توغندي
- ډېنمارک: ۱۹ فرانسوي دافع هوا
- استونیا: دافع هوا، مهمات، ګاډي او د ټانک ضد ګرېنېډ وېشتونکي لانچر
- لتویا: د الوتکو وېشتونکي سټېنګر، دوه چورلکې او بې پېلوټه الوتکې
- لېتوانیا: د الوتکو ضد وسلې او دوه چورلکې
- پولنډ: له اویا زره مرمیو سره د الوتکو ویشتونکي اېس-۶۰ ماډل ماشيندار
- چک جمهوریت: لا نور دافع هوا، زغروال ټانکونه او لویې مرمۍ تولیدوي
هالنډ به د جمعې په ورځ غونډه کې د خپلو وسلو جوپه اعلان کړي.
د بریتانیا دفاع وزیر بېن والېس استونیا ته د سفر پر مهال په خبرو کې ویلي، "۲۰۲۳ د دې وخت دی چې اوکرايينیان روسان په شا وتمبوي، له اوکرايين یې په شا کړي او د خپل هېواد حاکمیت بېرته پر ځای کړي او دا د دوی نړیوال حق دی"
د امریکا په مرسته کې هغه ټانکونه نه وو چې کيېف یې هیله درلوده
اوکرايين ته د امریکا له لوري د وسلو اعلان کړې مرسته پرون پنجشنبه کيېف ته ورسېده. خو هغه ټانکونه پکې نه وو چې اوکرايين یې هیله درلوده.
خو پېنټاګان ژمنه کړې چې ۵۹ لا نور زغروالو ټانکونو، د پوځيانو لېږدوونکي ۹۰ ګاډي، د اېوېنجر په نوم دفاعي سیسټم او ځينې نورې سپکې او درنې وسلې به کيېف ته ورکوي.
د اوکرايين ولسمشر ولودومیر زيلېنسکي ویلي، دی تمه لري چې په یاده غونډه کې به دغه هېواد ته د وسلو د لېږلو په اړه "قوي پرېکړې" وشي او د امریکا له لوري به هم "قوي پوځي مرسته" اعلان شي.
د یادولو ده چې څو ورځې مخکې اوکراييني ځواکونو د بریتانیا د هغه خبر هرکلی کړی و چې ویلي یې وو، لسګونه چېلېنجر ټانکونه ورکوي.
دوی هیله څرګنده کړې وه چې دا به نور هېوادونه هم وهڅوي چې ورته پرېکړه وکړي او په خبره یې، دا به د اوکرايين د جګړې لوری بدل کړي.





















