اسرائيلو پر غزې ښار ځمکني عملیات پیل کړي

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
اسرائیلو د غزې پر ښار له مخکې پلان شوي پراخ ځمکني عمليات پیل کړي دي. اسرائيلي عسکر په داسې حال کې د غزې ښار څنډو ته رسېدلي چې تېره شپه دلته سخت هوايي بريدونه وشول.
زرګونه فلسطينيان اړ دی چې د يوازيني سړک له لارې د غزې منځنۍ برخې ته چېرته چې پخوا سلګونه زره کسان ورتښتېدلي دي کډه شي.
د دې سربېره چې د بريتانیا او نورو هېوادونو له سختو نيوکو سره مخ دی د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، د "حماس پر وروستي مهم مرکز قوي عمليات پیل شوي" دي.
پر غزه ښار دا بريدونه داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د حقيقت موندنې يوې کمېټې اسرائیل په غزه کې په نسل وژنه تورن کړي دي.
په خپرو شويو ويډيوګانو او عکسونه کې ګڼ شمېر فلسطينيان ليدل کېږي چې د جنوب پر لور روان دي او خپل مالونه یې په خرو، رېکشاو او موټرونه بار کړي دي.
د غزې ښار ډېری برخې په ۲۰۲۳ کال کې د جګړې لومړيو پړاونو پر مهال ویجاړې شوې وې او له هغه وروسته نژدې يو ميليون وګړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.
د اسرائيلو دفاعي ځواک (ای ډي اېف) په وينا تراوسه ۳۵۰ زره خلک له غزې ښاره تېښتې ته اړ شوي خو وايي له نيم ميلیون ډېر خلک لا هم په ښار کې پاتې دي. ټولو ته ويل شوي چې بايد د غزې په يوه ساحلي سيمه، د دوی په وينا "بشري خوندي زون" ته ولاړ شي.
خو ډېری فلسطينيان وايي، د جنوبي غزې پر لور د تګ وس نه لري او ځينې بيا وايي د غزې جنوب او مرکز هم خوندي نه دي، اسرائیلو هلته هم هوايي بريدونه کړي دي. یو شمېر نور بیا وايي جنوب ته تللي خو هلته د خېمو ځای نه و او بېرته راستانه شوي دي.
د غزې د شيخ رضوان سيمې یوه اوسېدونکې لينا المغربي چې ۳۲ کلنه او د دريو ماشومانو مور ده بي بي سي ته ويلي، "زه مجبوره شوم چې د بې ځايه کېدو او يوې خېمې پيسو برابرولو لپاره خپله ګاڼه وپلورم."
نوموړې وايي، "په لسو ساعتو کې تر خان يونس پورې راورسېدو. د سفر لپاره مو ۳۵۰۰ شکل (۱۰۰۰ ډالر) ورکړل. د موټرو او لاريو قطار پای نه درلود."
يوه بل ۳۳ کلن امجد النواتي بي بي سي ته وويل، د شپې هوايي بريدونو "کڼوونکي اواز" یې معلول ورور سخت وېرولی و.
نوموړی زياته کړه، "هغه به خپل لاسونه پر غوږونو کېښودل... او له وېرې به لړزېده. ما به یې د ارامولو هڅه کوله، ورته ويل به مې چې ژر به روان شو. دا د هغه د ژوند تر ټولو بده شپه وه."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹ کسان د اسرائيلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او لږ تر لږه ۳۸۶ تنه نور ټپيان دي. دوی زياتوي چې دری تنه له لوږې او سوتغذيې مړه شوي چې يو په کې ماشوم دی.
د اسرائیلو د دفاع وزير اسرائيل کاتز پر اېکس يو پوسټ کې وروسته له هغه چې عمليات پیل شول لیکلي، "غزه سوځي". نوموړي زياته کړې، پوځ د ترهګرو پر بنسټونو اوسپنيز ګوزارونه کوي او زموږ سرتېرې په زړورتيا جنګېږي چې د يرغملو د خوشي کولو لپاره شرایط برابر او حماس مات کړي."
د اسرائیلو پوځ يو چارواکي ويلي، د دوی په باور تر دری زره د حماس وسله والو لا هم په ښار کې شته دي.
د اسرائیلو د پوځ وياند اېفي دفرين زياته کړې، "حماس د غزې ښار په تاریخ کې تر ټولو لوی انساني ډال ګرځولی دی."
نوموړي يوې خبرې ناستې ته وويل، "موږ په بيا بیا خلک هڅو چې د غزې ښار د جګړې له سیمو ځانونه وباسي او خوندي سيمو ته ولاړ شي."
غبرګونونه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په غزه ښار کې د اسرائیلو عملیات په نړيواله کچه له پراخو غبرګونو سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر فولکر ترک دا "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" بللي دي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرې اېوېټ کوپر دغه عمليات "ډېر خطرناک او خواشینونکي" بللي دي او وايي دا به "يوازې نورې وژنې، د بې ګناه وګړو مرګژوبله او د پاتې يرغمل شويو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي."
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت دا بريد د اسرائیلو له خوا د "نسل وژنې پلانونو" نوی پړاو بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا به په پراخه کچه خلک بېځایه کړي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير يوهان واديفول ويلي، "دا په بشپړه توګه ناسمه لار ده" او ټينګار یې کړی چې باید ډيپلوماتيک حل ولټول شي.
خو د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د دوشنبې په ورځ له نتنياهو سره په يوه ګډه خبري ناسته کې د اسرائیلو د عملياتو تکتیکی ملاتړ وکړ او ویې ويل، چې امریکا د جګړې پايته رسولو لپاره خبرو ته لومړيتوب ورکوي خو "ځينې وخت چې تاسو د حماس په څېر له یوې وحشي ډلې سره ښکېل شي دا شونې نه ده."
د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون وايي چې اسرائيل په غزه کې نسلوژنه کړې ده.
دغه کمسیون دا خبره په خپل یوه نوي رپوټ کې کړې او ویلي یې دي چې داسې "معقول دلایل" یې موندلي چې پر بنسټ یې دا کمیسون دې پایلې ته رسېدلی چې اسرائيلو له ۲۰۲۳ کال راهیسې له حماس سره په جګړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې له پنځو څلور هغه عملونه ترسره کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې نسلوژنه حسابېږي.
د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون دا څلور عملونه په دې توګه یاد کړي دي:
د یوې ځانګړې ډلې غړي وژل، هغوی ته بدني او رواني زیان رسول، په قصدي ډول داسې شرايط برابرول چې دا ډله خلک پکې له منځه یووړل شي او د زېږون مخنیوی کول.
د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون د دې لپاره د اسرائيلي مشرانو څرګندونې او د هغوی د ځواکونو له لوري له فلسطینیانو سره د شوي چلند نمونې د نسل وژنې د ارادې او ثبوت په توګه وړاندې کړې دي.
خو اسرائيل بیا دا رپوټ رد کړی دی.
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس ډلې پر اسرائيلو ناڅاپي برید وکړ چې په کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور يې يرغمل کړل.
په ځواب کې اسرائيلو پر غزې بریدونه پیل کړل، چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتيا وزارت وايي، تر اوسه نژدې ۶۵۰۰۰ فلسطينيان وژل شوي چې نژدې نيمايي يې ښځې او ماشومان دي.





















