د اسپانيا لومړي وزير په نړيوالو سپورتي سياليو کې پر اسرائیل د بنديز غوښتنه کړې

د اسپانيا لومړی وزير پېډرو سنچېز

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اسپانيا لومړي وزير پېډرو سنچېز په غزه کې د اسرائیلو د کړنو له کبله په نړيوالو سپورټي سياليو کې د اسرائیلو پر ګډون د بنديز غوښتنه کړې ده.

نوموړي د اسپانيا د سوسيالېسټ کارګر ګوند غړو ته په وینا کې وويل، "اسرائيل بايد نور له نړيوالو سټېجونو د خپل ځان د سپینولو لپاره کار وانخلي".

ده زیاته کړه، له اسرائیلو سره بايد هغسې چلند وشي لکه څنګه چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرايين له يرغل وروسته له روسيې سره وشو.

د يکشنبې په ورځ د اسرائیلو د بهرنيو چارو وزير ګيدعون سعر د اسپانيا لومړی وزير يوه "شرمېدلې څېره" وبلله او هغه یې په ماډريډ کې د فلسطينيانو په ملاتړ د لاريونونو په هڅولو تورن کړ. د دغو مظاهرو له کبله د وېلټا اسپانيا د بايسکل ځغلونې سيالۍ چې د اسرائیلو يوه لوبډله هم په کې وه، لغوه شوې.

د اسپانيا لومړي وزير مخکې ويلي وو، د" دريو اوونيو سياليو پر مهال لاريونونو وښوده چې اسپانيا د غزې په مسئله کې د یوې بېلګې په توګه له وياړ سره وځلېده."

د اسپانيا څو وزيرانو هم د وروستي پړاو لاريونونه ستايلې چې د رسمي شېرو له مخې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو په کې برخه لرله.

د اسپانيا د ډيجيټل بدلون وزير اوسکار لوپېز ويلي، "زما لپاره دا يو راحت دی چې زرګونه خلک د دغه نسل وژنې پر ضد راپاڅېږي، ځکه دا نسل وژنه ده او بل نوم نه لري".

اسرائیل په بيا بيا دا ردوي چې په غزه کې یې کړنې نسل وژنه ده او دا د خپل ځان دفاع بولي.

د اسپانيا د کلتور وزير ارنېسټ اورتاسون هم ويلي چې اسرائیلو ته باید د سندرو په راتلونکې يورووېژن سياليو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي.

نوموړي ويلي، "موږ بايد ډاډ ترلاسه کړو چې اسرائیل په راتلونکي يورووېژن کې ګډون ونه کړي".

د ايرلنډ او نېدرلنډز د دولتي خپرونو ادارو مخکې ويلي وو چې که اسرائيل په دې سيالۍ کې برخه ولري دوی به په کې ګډون ونکړي. دوی په غزه کې د خلکو وژل کېدل او بشري کړاوونه د اندېښې وړ او هېښوونکی یاد کړي وو.

د اسرائیلو او اسپانيا تر منځ اړيکې د ۲۰۲۳ کال په وروستيو کې هغه مهال خرابې شوې چې لومړي وزير سنچېز په غزه کې د ملکيانو د وژل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د نوموړي د حکومت ځينو غړو هغه مهال غوښتنه وکړه چې له اسرائیلو سره باید ډيپلوماتيکې اړيکې پرې شي.

غزه کې ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

په ۲۰۲۴ کال کې اسپانيا د ناروې او ايرلنډ تر څنګ د فلسطين دولت په رسميت وپېژانده او تېره اوونۍ سنچېز اسرائیل په نسل وژنه تورن کړل او د يو لړ ګامونو په اخيستو سره يې پر اسرائیلو د وسلو د پلور بنديز ولګاوه.

د اسرائیلو د بهرنيو چارو وزير د اسپانيا لومړی وزير تورن کړ چې د "يهودانو ضد" او د ده په وينا له کرکې "ډک بيانونه" ورکوي.

د الکانو رايل انسټېټيوټ له خوا شوې وروستۍ نظرپوښتنې ښودلې چې لږ تر لږه ۸۲ سلنه اسپانويان باور لري چې په غزه کې نسل وژنه روانه ده.

همدا ډول د اروپايي کمېسيون مشرې اورسولا فون درلاين له اسرائیلو سره د ازادې سوداګرۍ او دوه اړخیزه ملاتړ د ځنډولو غوښتنه کړې ده.

د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په بيا بيا په غزه کې قحطي رد کړې او وايي که چېرې خلک وږي وي نو پړه یې د مرستو پر ادارو او حماس ده.

په اګست مياشت کې د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمنې د خوړو د څار ادارې (ای پي سي) تائید کړه چې د غزې په ځينو برخو کې قحطي روانه ده او پر اسرائيلو يې تور ولګاوه چې د خوارکي توکو او روغتيايي مرستو د دوامداره محدوديتونو له کبله یې دا قحطي رامنځته کړې ده.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس ډلې پر اسرائيلو ناڅاپي برید وکړ چې په کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور يې يرغمل کړل. په ځواب کې اسرائيلو پر غزې بریدونه پیل کړل، چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتيا وزارت وايي، تر اوسه یې له ۶۴۰۰۰ ډېر فلسطينيان وژلي دي.