لور د خپل پلار د اعدام سزا عملي کېدو لیدو ته پرې نه ښودل شوه

پلار، لور او لمسی

د عکس سرچینه، ACLU

د خپرېدو وخت

یوې امریکایۍ محکمې ۱۹ کلنې پېغلې ته د خپل پلار د اعدام د حکم عملي کولو صحنې ته اجازه نه ده ورکړې.‌

په میزوري ایالت کې قاضي ویلي چې د هغې عمر دا تقاضا نه کوي چې د خپل پلار اعدام وویني.

په پام کې ده چې په ۲۰۰۵ کال کې د یوه پولیس په وژلو تورن کیفن جانسن د سې شنبې په ورځ اعدام شي. دی هغه مهال نولس کلن و.‌

ده د خپل اعدام د حکم عملي کېدو صحنې ته د خپلې لور د حاضرېدو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د ملکي ازادیو ټولنې د یادې نجلۍ په استازیتوب بخښنه غوښتې او وايي چې د ایالت قانون د هغې د اساسي قانون حق تر پښو لاندې کړی دی.

دوی وايي، د میزوري ایالت قانون چې د اعدام حکم اجرا کېدو کې تر ۲۱ کلونو د ټیټ عمر کسان نه پرېږدي، د سلامتیا لپاره هېڅ ګټه نه لري.

اوس جانسن ۳۷ کلن دی او خپله لور یې ریمي دوه کلنه وه چې خدای پاماني يې ورسره وکړه.

دغه پلار ته یې خپل لور زندان ته وخت – ناوخت ورتلله، پر ټیلیفون به یې خبرې ورسره کولې او خپل کوچنی زوی به یې زندان ته ورسره بېوه چې نیکه یې وویني.

ریمي ویلي: "ډېره خپه یم ځکه چې په وروستیو شېبو کې به له خپل پلار لیرې یم". دا زیاتوي چې پلار په زندان کې د خپل ځان د بېرته عادي کولو ډېرې هڅې وکړې او د میزوري ایالت له والي یې غوښتي وو چې ویې بښي.

که څه هم دغه بندي پر خپل جرم اعتراف کړی، خو وکیلانو یې هم د بښنې هڅې کړې. وکیلان یې وايي توکمپالنې د هغه په حق کې د حکم صادرېدو کې مهم رول لوبولی دی.