د جو بایډن سپي لږترلږه ۲۴ ځله یوازې د استخباراتو ماموران داړلي دي

کمانډر

د عکس سرچینه، REUTERS

د خپرېدو وخت

نوي اسناد ښيي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن سپي "کمانډر" لږترلږه ۲۴ ځله د څارګرې ادارې کارمندان داړلي دي.‌

دا اسناد له دې هم پرده پورته کوي چې دغه سپي د ولسمشر ساتونکي ګارد ته څومره سرخوږی جوړ کړی و.

د امریکا د استخباراتو یوه جګپوړي مامور ویلي، د داړلو دا پېښې د دې لامل شوې چې څارګره اداره عملیاتي تکتیکونه بدل کړي او خپلو مامورینو ته ووايي چې کمانډر ته نږدې نه ورځي.

د جو بایډن سپی اوس له سپېنې ماڼۍ ایستل شوی دی.

دغه اسناد اطلاعاتو ته د ازاد لاسرسي د غوښتنې له مخې افشا او په انلاین بڼه خپاره شوي.

خو د څارګرو د هویت او همدا راز د دوی د امنیتي تکتیکونو خوندیتابه لپاره ډېر ایډیټ پکې شوی دی.‌

د دغو اسنادو له مخې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۳ کال د جولای ترمنځ موده کې د کمانډر لخوا د داړلو لږترلږه ۲۴ پېښې رامنځته شوې چې د څارګرې ادارې ماموران پکې په لاس،‌ مړوند،‌ څنګل، پونډۍ، ملا، سینه او یا اوږه داړل شوي دي.

دا ښايي د جو بایډن د سپي لخوا د داړل کېدو ټولې پېښې هم نه وي،‌ ځکه خپاره شوي اسناد یوازې د استخباراتي مامورانو اړوند دي او د سپېنې ماڼۍ او ماريلنډ کې د ولسمشر د استوګنځي 'کمپ ډېوېډ' د نورو کارکوونکو په اړه څه پکې نه دي ویل شوي.‌

د بایډن د کورنۍ سپی تېر کال اکتوبر کې له هغې وروسته له سپېنې ماڼۍ وایستل شو چې د استخباراتو یو مامور یې ډېر سخت ټپي‌ کړ.‌

کمانډر

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، کمانډر په ۲۰۲۱ کال کې سپېنې ماڼۍ ته د لېږدېدو پر مهال کوچنی و

کمانډر تر هغې ور مخکې په جون کې هم یو مامور داسې داړلی و، چې ټپونو یې ګنډلو ته اړتیا درلوده.

جولای کې یې یو بل مامور هم په لاس داړلی و چې بیا یې شپږ بخۍ وغوښتې.

یوه بریښنالیک کې راغلي چې د استخباراتو دغه کارمند د پټونو د ژوروالي له کبله ډېره وینه ضایع کړې وه.‌

په یوه بل بریښنالیک کې ښکاري چې ظاهرآ د استخباراتو یوه جګپوړي کس نورو کارمندانو ته چې د بایډن کورنۍ د ساتنې دنده پر مخ وړي، لارښوونه کړې چې د خپل خوندیتابه ډاډمنولو ته هم ویښ اوسي.

هغه لیکلي د سپي داړلو وروستیو پېښو دې ته اړیستي چې خپل عملیاتي تکتیکونه تنظیم کړي، او دا چې که کله کمانډر موجود وي، نو ماموران دې یو څه ډېره فاصله پام کې نیسي.