د جو بایډن سپي 'مېجر' بیا سپینه ماڼۍ کې یو کس داړلی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د ولسمشر جو بایډن کوچني سپي 'مېجر' ډېلاوېر ایالت کې له روزنې تر راګرځېدو وروسته بیا سپینه ماڼۍ کې یو کس داړلی دی.
دې سپي د مارچ لومړیو کې هم د سپینې ماڼۍ یو کارمن داړلی او بیا د ولسمشر بایډن له بل سپي "چمپ" سره د روزنې لپاره ډېلاوېر ته استول شوی و.
د امریکا د لومړۍ مېرمن جېل بایډن ویاند ویلي داړل شوی کس کار ته له ګرځېدو وړاندې د ' ډېر احتیاط لپاره' د روغتیايي کارمنانو لخوا کتل شوی دی.
بایډن دوه سپي لري چې مېجر یې کوچنی دی.
مېجر لومړی ژغورل شوی سپی دی چې سپینې ماڼۍ ته یې لار کړې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي "هغه یو خوږ سپی دی."
د اغلې بایډن ویاند میشل لاروسا د دوشنبې ورځې د دې پېښې په اړه وویل:
"مېجر لا تر اوسه خپل نوي چاپېریال سره بلدېږي او د ګرځېدو پر مهال یې یو کس داړلی دی."
سي اېن اېن په یوه رپوټ کې ویلي دغه سپي سویلي چمن کې د ملي پارک یو خدماتي کارمن داړلی.
سي این این وايي د ملي پارک له خدماتو یې په دې تړاو مالومات غوښتي خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
مېجر د مارچ پر ۸ مه سپینه ماڼۍ کې د یوه کس تر داړلو وروسته د بایډن له بل ۱۳ کلن سپي 'چمپ' سره د ډېلاوېر ویلمنګټن ښار کې د هغه کورنۍ ته استول شوی و.
هغه مهال نامالومو سرچینو سي این این ته ویلي و چې مېجر د سپینې ماڼۍ کارمنانو او ساتونکو ته غاپي او ټوپونه پسې وهې.
ولسمشر بایډن ویلي مېجر نوي چاپېریال کې له ډېرو کسانو سره د بلدتیا په حال کې دی.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه د اې بي سي "سهار پخېر امریکا" ته ویلي:
"د ګرځېدو پر مهال کله چې ناڅاپه له دوو داسې کسانو سره مخامخېږئ چې هېڅ یې نه پېژنئ، او هغوي د خوځښت حال کې وي، نو هغه هم د ځان د خوندیتوب لپاره حرکت کوي."
هغه زیاتوي:
"[سپینه ماڼۍ کې] د پنځه اتیا سلنه خلکو هغه خوښېږي. هغه یوازې دوی څټي او لکۍ ورته وهي. خو... پوهېږم چې ځینې خلک، طبعآ له سپیو ډارېږي."
مېجر اوس ۳ کلن دی او په ۲۰۱۸ کال کوچنی کوکری و چې ولسمشر بایډن او مېرمن یې په ډېلاوېرکې د ساتلو لپاره ترلاسه کړ.
چمپ بیا وار له مخه هغه مهال سپینه ماڼۍ کې یو څه وخت تېر کړی، چې جو بایډن مرستیال ولسمشر و.





















