د بایډن کورنی سپی "کومانډر"د څو کسانو له داړلو وروسته له سپینې ماڼۍ و ایستل شو

Commander, US President Joe Biden's dog, is seen sitting on the Truman Balcony at the White House

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن کورنۍ سپی "کومانډر" د داړلو له څو پېښو وروسته له سپینې ماڼۍ ایستل شوی دی.

د لومړۍ مېرمنې جېل بایډن یوې ویاندې ویلي، دا تر اوسه نه ده مالومه چې د دوو کالو دې جرمنی نژاده سپی سره به له دې وروسته څه کېږي.

تازه پېښه کې تېره اوونۍ کومانډر دسپینې ماڼۍ یوکارمن وداړه چې درملنې ته یې اړتیا پېښه شوه. دا وولسم ځل دی چې کومانډر سپینه ماڼۍ کې خلک داړي.

ویاندې الزابېت الکساندر د چارشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل:"ولسمشر او لومړۍ مېرمن د هغو کسانو خوندیتوب ته ډېره پاملرنه کوي، چې په سپینه ماڼۍ کې کار کوي او هره ورځ د دوی ساتنه کوي."

هغې دا و نه ویل چې سپی دا مهال چېرته دی او یا دا چې بېرته به سپینې ماڼۍ ته راوستل شي که نه؟

د سپینې ماڼۍ له خوا دا خبرپاڼه وروسته له هغې خپره شوه، چې سي اېن اېن رسنۍ د کومانډر له خوا د داړلو د یوولسو پېښو خبر خپور کړ.

په رپوټ کې راغلي، چې د داړلو پېښو شمېر له دې هم لوړ دی، او د ځینو کسانو له داړل کېدو وروسته آن روغتون کې طبي درملنې ته اړتیا پیدا شوې.

د سپینې ماڼۍ ویاند له دې مخکې د داړلو لامل سخت فشار یاد کړی، چې دغه سپی سپینې ماڼۍ کې وروسره مخ و.

Commander being cuddled by the Bidens

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کومانډرډېر کوچنی و چې سپنې ماڼۍ ته په ۲۰۲۱ کال کې راوستل شو

کارین ژان پیر په جولای میاشت کې ویلي و:"دا ځای آن پر موږ ډېر فشار راولي، نو تاسې تصور وکړئ چې یوه کورني حیوان لپاره به څومره دې ځای کې ژوند کول سخته وي."

په همغه میاشت سپینې ماڼۍ ویلي و چې. د داړلو له پېښو وروسته په دې هڅه کې دي چې کومانډر ته له نویو تخنیکونو سره روزنه ورکړي.

د محافظه کارې ډلې له خوا د مالوماتو د ازادۍ د قانونې غوښتنې له لارې د کومانډر د داړلو ځینې پېښو په اړه توضیحات خپاره کړي.

په یوه ایمیل کې لیکل شوي چې، یوه پېښه د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۶مه وروسته له هغې وه چې لومړۍ وزیرې جېل بایډن و نه شو کړای چې کومانډر کنترول کړي. دسپینې ماڼۍدغهکارمن په ایمیل کې لیکلي:"له دې سره کومانډر پر ما حمله وکړه."

شاوخوا یوه اوونۍ وروسته یوه بل کارمن لیکلي، هغه دوه ځله داړل شوی. یوه بل کارمن چې د داړلو د پېښو شاهد و، ویلي، دوی اړ کړل شوي و چې له سپي د ځان د خوندیتوب لپاره له فولادو جوړ شوی ډال وکاروي.

کومانډر د بایډن د کورنۍ د جرمن شېپرډ ډوله سپیو له ډلې یو دی، ډېر کوچنی و چې سپنې ماڼۍ ته په ۲۰۲۱ کال کې راوستل شو.

دا سپی په ۲۰۲۱ کال کې له سپینې ماڼۍ لېري د ځانګړې روزنې لپاره هم استول شوی و.