امریکا په افغانستان کې بشري او د ښځو حقونو حالت خرابېدو ته اندېښنه ښودلې؛ طالبان وايي د شريعت له مخې د وګړو حقونه خوندي دي

مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

امریکا په یوه نړیواله کلنۍ ارزونه کې په افغانستان کې د بشري او په تېره د ښځو د حقونو د حالت لا خرابېدو ته اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د جاج په کلني رپوټ کې راغلي، چې په تېر زېږدیز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو تروړنه روانه پاتې شوې او "د ناقانونه وژنو، نیونو، او ربړونو په ګډون له بشري حقونو سختې سرغړونې پکې شوې دي."

د بهرنیو چارو وزارت په دغه رپوټ کې په افغانستان کې د ماشومانو، ښځو او بشر د حقونو پراخې تر پښو لاندې کېدنې او پر وینا او فردي آزادیو پراخ بندیزونه یاد شوي او دا حالت لا خرابېدونکی بلل شوی دی.

په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو حکومت "د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لا سخت کړي او د کور تر چارو یې محدودې کړې او په تېر کال کې د طالبانو په هېڅ فرمان او پالیسۍ کې نرمښت هم نه دی راغلی."

"وژنې او فزيکي ربړونې، ناعادلانه نیونې او تښتونې، د خپلواک قضايي سیستم جدي ستونزې، سیاسي بندیان، په خصوصي حریم کې ناقانونه او خپلسرې مداخلې، د کورنۍ د غړي په جرم د نورو مجازاتول، ورکول او تښتول او د کم عمره نجونو ودېدل" په افغانستان کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدنو جدي بېلګې یادې شوې.

دغه راز د "وینا پر ازادۍ او رسنیو محدودیتونه، له خبریالانو سره تاوتریخوالی او پر غونډو او مذهبي ازادیو محدودیتونه یا هم له هېواده پر وتلو یا پر قومي او مذهبي لږکیو محدودیتونه" هم د بشري حقونو د نقضېدو نور جدي موارد ګڼل شوي.

افغان نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه راپور ته په غبرګون کې ويلي، "د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او د اسلامي شريعت له مخې يې حقونه ټاکل شوي او خوندي کېږي."

د افغانستان ملي راډیو ټلويزيون پر اېکس پاڼه خپاره شوي غږيز پيغام کې ښاغلي مجاهد ويلي، "هغه څه چې په امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو کې فرهنګ او بشري حقونه تعريف شوي له افغانستان سره توپير لري او لوېديځوال بايد پر نورو هېوادونو خپل فرهنګ ور ونه تپي. "

په ریوټ کې راغلي چې دواړه، طالبان او د اسلامي دولت په نامه وسله واله ډله داعش په خپلو لیکو کې "کم عمره ماشومان" هم جذبوي او د جنګ لیکو ته يې استوي.

دغه راز په رپوټ کې د قانون د واکمنۍ پر تشو هم نیوکې شوې او یادونه شوې چې د بشري حقونو په جدي تر پښو لاندې کېدنو کې ککړ کسان خوندي دي. پر دې سربېره یې د بهرنیو وګړو تښتول کېدل او نیول کېدل او پر انټرنېټ د طالبانو محدودیتونه هم یاد کړي.

دغه راپور چې د امریکا د کانګرس په غوښتنه له ۱۹۷۷ کال راهیسې هر کال د نږدې دوه سوه هېوادونو د بشري حقونو د وضعیت په تړاو چمتو کېږي، سږ کال هم پکې د روسیې او اوکرایین له جګړې رانیولې، د سوډان تر کورنۍ جګړې او د اسرائیل او غزې جګړو کې د انساني حقونو تر پښو لاندې کېدنو د بېلابېلو هېوادونو د بشري حقونو وضعیت کتل شوی.