اروپايي ټولنه وايي افغانستان کې جنسیتي اپارتاید روان دی

جوزیپ بوریل

د عکس سرچینه، @JosepBorrellF

د خپرېدو وخت

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل ویلي په افغانستان کې د ده په وینا جنسیتي اپارتاید شته او په وینا یې دا وضعیت د زغم وړ نه دی.

نوموړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې د اروپايي ټولنې او ملګر ملتونو د همکارۍ په اړه خبرې کولې، وویل په افغانستان کې د بشري حقونو، سیاسي او اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دي.

په ورته وخت کې هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره تعامل باید دوام پیدا کړي.

طالبانو تر دې دمه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې تل ټینګار کړی چې افغانستان کې ښځو او نجونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکول کېږي او دا یې یوه داخلي مسله بللې چې بهرنیو ته پکې د مداخلې اجازه نه ورکوي.

د اروپايي ټولنې وېبپاڼې د جوزیپ بوریل بشپړه وینا خپره کړې چې په یوه برخه کې یې د افغانستان په اړه خبرې کړې چې وايي دغه هېواد هېر کړای شوی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې دغه مسؤل ویلي اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوښت او په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړي استازي د غونډې ملاتړ کوي. په ورته وخت کې دی ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۱ پرېکړه لیک پلي کولو لپاره باید فشار راوستل شي او تعامل دوام وکړي.

په وروستیو کې افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په اړه د لوېدیځو چارواکو دریځ سخت شوی بلل کېږي.

د تېرې نومبر میاشتې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو ویلي وو، جنسيتي اپارتاید یا د جنسيت له مخې سیستماتیک توپیري چلند باید د بشریت ضد جنایت وبلل شي.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ د کارپوهانو له قوله ویلي، په ټوله نړۍ کې مېلیونونه ښځې او نجونې عملن له ژور تبعیض سره مخ دي او هغه دولتي قوانین او پالیسۍ چې ښځې په ژوره نابرابرۍ ځپي او بشري حقونه يې تروړي د جنسيتي اپارتاید ښکارندويي کوي.

اپارتاید یا توکمیز بېلول اوس سیستماتیک تبعیض وار له مخه په نړیوالو قوانینو کې د بشریت ضد جنایت بلل کېږي خو د جنسيتي اپارتاید په اړه لا هم په نړیوالو قوانینو کې ګوګنتیا شته.

څه کم دوه اونۍ وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنېټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر ضد دې د عدالت په نړیواله محکمه کې د ښځو له حقونو څخه د هغه په وینا د سیستماتیکو سرغړونو له کبله دوسیه پرانیستل شي.

ریچرډ بېنېټ چې په جنیوا کې د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کاوه هم ویلي وو چې له کوچنیو هیلو سره سره په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت نه یوازې چې ښه شوی نه دی بلکې د سپتمبر په میاشت کې د هغه د تېر راپور پرتله خراب شوی دی.