طالبان: د افغانستان خاوره کې هېڅ بهرني پوځي بنسټ جوړولو ته اجازه نه ورکوو

د خپرېدو وخت

په مسکو کې د افغانستان په اړه د مشورتي ناستې په اړه طالبانو پخپل لومړني غبرګون کې ویلي، طالبان د افغانستان په باب د سیمه‌ییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي.

د مسکو فارمټ غونډې اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان په واقعي معنا یو ټول ګډونی حکومت رامنځ ته کړل شي، داسې حکومت چې د ټولو مهمو سیاسي- توکمیزو ډلو ګټې پام کې پکې ونیول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د مسکو په ناسته کې پر سوله‌ییز، متحد، خپلواک، ناپېیلي او له اقتصادي پوله په پرمختللي افغانستان ټینګار د ستاینې وړ دریځ بولي.

طالبان وايي، د غونډې د ګډونوالو دې پرېکړې ته چې وايي د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې اصلي مالي بوج باید هغه هېوادونه پر غاړه واخلي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې افغانستان کې حضور درلود، د بیارغونې برخه کې له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو لا ګړندیتوب د مننې وړ بولي.

د غونډې ګډونوالو وویل، د افغانستان خلکو ته د بشري او اقتصادي مرستو د رسولو لپاره د هڅو زیاتولو ته اړتیا ده.

طالبانو د مسکو ناستې دې د غونډې ګډونوالو دې خبرې ته چې په افغانستان کې د ګاونډیانو په ګډون د نورو هېوادونو د پوځي تاسیساتو جوړول د منلو وړ نه دي، ویلي طالبان "د یوه مسؤل حکومت په توګه د سیمې هېوادونو ته خپله ژمنه تکراروي چې هېڅ فرد او ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د سیمې د ثبات پرخلاف اقدام وکړي او د یوه خپلواک نظام په توګه به هېڅکله کوم هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړ کړي."

طالبان وايي، د مسکو د ناستې په څېر غونډو کې د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه د افغانستان د حکومت د اتسازو ګډون دغه ناستې لا جامع او مؤثرې کولی شي.

تېر کال د افغانستان په استازۍ د طالبانو یو پلاوی وربلل شوی و. طالبانو د دغه جوړښت د ۲۰۱۸ کال په غونډه کې هم ګډون کړی و چې دوی ته په یو ډول سیاسي لاسته راوړنه هم ګڼل کېده.