طالبان: د افغانستان خاوره کې هېڅ بهرني پوځي بنسټ جوړولو ته اجازه نه ورکوو

امیر خان متقي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د مسکو په ناسته کې پر سوله‌ییز، متحد، خپلواک، ناپېیلي او له اقتصادي پوله په پرمختللي افغانستان ټینګار د ستاینې وړ دریځ بولي.
د خپرېدو وخت

په مسکو کې د افغانستان په اړه د مشورتي ناستې په اړه طالبانو پخپل لومړني غبرګون کې ویلي، طالبان د افغانستان په باب د سیمه‌ییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي.

د مسکو فارمټ غونډې اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان په واقعي معنا یو ټول ګډونی حکومت رامنځ ته کړل شي، داسې حکومت چې د ټولو مهمو سیاسي- توکمیزو ډلو ګټې پام کې پکې ونیول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د مسکو په ناسته کې پر سوله‌ییز، متحد، خپلواک، ناپېیلي او له اقتصادي پوله په پرمختللي افغانستان ټینګار د ستاینې وړ دریځ بولي.

طالبان وايي، د غونډې د ګډونوالو دې پرېکړې ته چې وايي د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې اصلي مالي بوج باید هغه هېوادونه پر غاړه واخلي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې افغانستان کې حضور درلود، د بیارغونې برخه کې له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو لا ګړندیتوب د مننې وړ بولي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د غونډې ګډونوالو وویل، د افغانستان خلکو ته د بشري او اقتصادي مرستو د رسولو لپاره د هڅو زیاتولو ته اړتیا ده.

طالبانو د مسکو ناستې دې د غونډې ګډونوالو دې خبرې ته چې په افغانستان کې د ګاونډیانو په ګډون د نورو هېوادونو د پوځي تاسیساتو جوړول د منلو وړ نه دي، ویلي طالبان "د یوه مسؤل حکومت په توګه د سیمې هېوادونو ته خپله ژمنه تکراروي چې هېڅ فرد او ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د سیمې د ثبات پرخلاف اقدام وکړي او د یوه خپلواک نظام په توګه به هېڅکله کوم هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړ کړي."

د مسکو ناسته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د غونډې ګډونوالو وویل، د افغانستان خلکو ته د بشري او اقتصادي مرستو د رسولو لپاره د هڅو زیاتولو ته اړتیا ده.

طالبان وايي، د مسکو د ناستې په څېر غونډو کې د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه د افغانستان د حکومت د اتسازو ګډون دغه ناستې لا جامع او مؤثرې کولی شي.

تېر کال د افغانستان په استازۍ د طالبانو یو پلاوی وربلل شوی و. طالبانو د دغه جوړښت د ۲۰۱۸ کال په غونډه کې هم ګډون کړی و چې دوی ته په یو ډول سیاسي لاسته راوړنه هم ګڼل کېده.