'له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو هلته تاوتریخوالی او ګواښونه ډېر کړي'

د خپرېدو وخت

د امریکا د ترهګرۍ د مبارزې د ملي مرکز (ODNI) مشرې کرېسټين ابي‌زید  ((Christine Abizaid، د امریکا د کانګرس د کورني امنیت کمېټې ته ویلي، چې د لوېدیځ لپاره تاوتریخجنه افراط‌پالنه او ګواښونه په ډېرېدو دي او د افغانستان، سومالیا او یمن په څېر سیمو کې بشري او انساني وضعیت هم خراب شوی.

ابي زید د استازو جرګې دغې کمېټې ته ویلي چې اوس داسې ښکاري چې (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډله له افغانستانه بهر عملیاتو ته چمتو کېږي.

داعش – خراسان چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت يې د بهرني ترهګريز مرکز په توګه پېژني د هغه ترهګريز برید پړه هم منلې وه چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په وروستیو ورځو کې يې په یوه ځانمرګي برید کې دیارلس امریکايي پوځیان ووژل او په اوسنیو شرایطو کې يې هم پر شیعه مذهبو او صوفيانو پرله پسې بریدونو اندېښنې راپارولې.

د امریکا د ترهګرۍ د مبارزې ملي مرکز مشرې خبرداری ورکړی چې سږ کال د (داعش خراسان) ډلې له افغانستانه خپله خپرېدنه د تاجکستان او اوزبېکستان پر سرحدي سیمو په توغندیز برید سره وښوده. هغې ویلي د دغه خطر سختېدل د امریکا ملي امنیت ته مخامخ خطر دی.

هغې دغه راز وویل چې په افغانستان کې د القاعدې یوه څانګه هم غواړي چې د امریکا ګټو ته ضربه ورکړي، که څه هم اوسمهال له افغانستانه پر امریکا د بریدنو د لارښوونې جوګه نه وي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر الېهاندرو مایورکاس هم ويلي چې د القاعدې او داعش مشران اوس هم پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې بریدونه او له افغانستانه د امریکا وتل بریا ګڼي او ورته بریدونو ته هڅول او لمسول کوي.

د امریکا د فډرال پلټنو یا اېف‌بي‌آی ادارې مشر هم د ملي امنیت کمېټې ته ویلي چې دفتر يې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو په تړاو هماغه راز اندېښمن دی او یادونه يې کړې چې د القاعدې او داعش په څېر بهرنیو ترهګریزو سازمانونو او د هغوی د ملاتړو او اړوندو ډلو موخه پر امریکا د پراخو بریدونو اجرا یا يې انګېزه خپرول دي.

کریسټوفر رای ویلي، د هغوی موندنې دا اندېښنه هم رابرسېره کوي چې دا ډلې ښايي د طالبانو په ګډون د ورته پلانونو په جوړولو کې په ګډه کار وکړي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن دولت د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې له افغانستانه له وتلو وروسته بیا بیا له نیوکو سره مخ کېږي. اوس هم د امریکا امنیتي ادارې هم ورته اندېښنه ښيي او تمه ده چې جمهوريپال به را روان کال له افغانستانه د وتلو په تړاو څارنیزې غونډې هم جوړوي.

په ورته مهال سي‌اېن‌اېن شبکې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ښايي طالبانو هغو لسګونو مېلیونو ډالرو ته لاسرسی موندلی وي چې امریکا د افغانستان د پخواني دولت له پرځېدو وړاندې هلته لېږدولي وو.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي "سیګار" چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اوږدو کې د امریکا پر پروژو يې څار کاوه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې طالبانو ښايي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو او د امریکا د نړیوالې پرمختيايي مؤسسې یا "یوسېډ" شاوخوا (شپږ پنځوس اعشاریه شپږ) مېلیونو ډالرو ته لاسرسی لرلی وي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند راب لودويګ  ویلي، دغه پیسې په الکترونيکي ډول د افغانستان د اردو د معاش، زدکړو او لګښتونو لپاره استول شوې وې.