ډونلډ ټرمپ وايي ښايي راتلونکې سې شنبه ونیول شي

ُټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د مریکا مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي ښايي راتلونکې سې شنبه د لوڅو فلمونو یوې لوبغاړې 'سټورمي دانیلز' ته د بډو ورکولو قضیه کې ونیول شي.

هغه پر خپلو پلویانو غږ کړی چې که دی احتمالآ‌ نیول کېږي، نو پراخ لاریونونه راوباسي.

ډونلډ ټرمپ دا خبره د خپلې خواله رسنۍ 'تروت سوشیال' پر پاڼه لیکلې.

خو د نوموړي وکیله وايي چې تر اوسه د قانون له نافذونکو سره په دې تړاو اړیکه نه ده شوې او دا چې ښاغلي ټرمپ دا پیغام د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ خپور کړی.

په دغو رپوټونو کې راغلي چې د پخواني ولسمشر خلاف د عدلي څار پرېکړه ښايي راتلونکې اوونۍ وشي.‌

که دا کار کېږي نو دا به د امریکا تاریخ کې لومړی ځل وي چې د یوه پخواني ولسمشر خلاف جرمي دوسیه پرانیستل کېږي.

که ښاغلي ټرمپ رسمآ تورن شي، نو ښکاره ده چې دا به یې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندي اغېزمنه کړي.

ادعا دا ده چې د ۷۶ کلن ټرمپ یوه وکیل مایکل کوهن د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو درشل کې د هغه په امر او استازولۍ 'سټورمي دانیلز' ته بډې ورکړې، چې پر نوموړي د جنسي تېري ادعا راپورته نه کړي.

د امریکا فدرال محکمې که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې په دې تړاو څېړنې ودرولې، خو ویل کېږي‌ د نیویارک د منهاټن څارنوال په جلا ډول په دې اړه پنځه کاله څېړنې کړې او اوس یې دا قضیه راپورته کړې ده.

خو دغه څارنوال تر اوسه رسمآ د ټرمپ د تورنېدو یا نیول کېدو د احتمال په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي‌کوهن محکمه کې شاهدي ورکړې چې د ۲۰۱۶ کال تر ټاکنو څو ورځې مخکې یې د ښاغلي‌ ټرمپ په امر سټورمي ته ۱۳۰ زره ډالر ورکړي.

پخپله ښاغلی ټرمپ هم د دغو پیسو ورکړه مني، خو له دې اړیکې او د امریکا له ټاکنیزو قوانینو له سرغړونې انکار کوي.

سټورمي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ډونلډ ټرمپ وکیل منلې چې د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو درشل کې یې سټورمي دانیلز ته ۱۳۰زره ډالر ورکړي

د امریکا پخوانی ولسمشر تر دې مخکې هم د بېلابېلو تورنو له کبله له لوړو ژور سره مخ شوی،‌ خو هغه دغه ټول تورونه رد کړي.

د امریکا پخوانی ولسمشر دغه هېواد کې میلیونونه سر سخت پلویان لري او اندېښنه دا ده چې که نوموړی نیول کېږي نو دا به د پراخو لاریونونو او تاوتریخوالي لامل شي.

هغه په ۲۰۲۱ کال کې هم پر خپلو پلویانو د لاریون غږ کړی و، چې پایله کې یې زرګونه کسان د کانګرس پر ودانۍ ور وختل.

په هره توګه امریکایي رسنۍ وايي نیویارک کې د قانون نافذونکي‌ ادارې د ښاغلي‌ ټرمپ د احتمالي تورنېدو وروسته وضعیت کنټرول ته په چمتووالي بوختې دي.

بل خوا د امریکا د استازو جرګې جمهوریپال مشر 'کوین مک کارتي' د منهاټن څارنوال لخوا په دې تړاو څېړنې غندلې دي.