تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو مالیې وزارت له ۲۰۰۵ لوړ ماډل موټرونو ته د قانوني واردېدو اجازه ورکړه
افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه هېواد ته له قانوني لارو له ۲۰۰۵ کال د لوړ ماډل موټرونو د واردېدو اجازه وکړه.
د طالبانو مالیې وزارت ویلي، دا پرېکړه د دوی اقتصادي کمېسیون تایید او کابینې منظور کړې ده.
تر دې مخکې افغانستان ته یوازې د وروستیو لسو کلونو ماډل موټرونو د وارېدو اجازه وه.
دا پرېکړه په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د وخت حکومت لخوا د دې لپاره شوې وه چې د هوا د ککړتیا او د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي.
په لومړي ځل چې کله افغانستان ته د واردېدونکو موټرونو لپاره د کال او ماډل شرط کېښودل شو، نو ځینو سوداګرو او د موټرونو کاروباریانو ورسره له دې کبله مخالفت کړی و، چې ګوندې دوی وار له مخکې دا ډول زرګونه موټرونه بهر پېرلي او افغانستان ته د وارېدیدو په حال کې دي.
د زړو موټرونو د تېلو مصرف او د روغتیا ته د زیان اړونکي دود تولید عمومآ ډېر وي او همدا راز د پرزو د زړښت له کبله خوندي هم نه ګڼل کېږي.
د طالبانو د مالیې وزارت نن دوشنبه په خپل ټویټر لیکلي "له دې وروسته هېوادوال کولای شي چې له ۲۰۰۵ ماډل څخه نیولې بیا تر وروستي (۲۰۰۵ ـ ۲۰۲۳) ماډل موټرو پورې چې د افغانستان د ترافیکو له سیسټم سره مطابقت ولري، په قانوني ډول هېواد ته وارد کړي."
دوی دا هم لیکلي چې له ۲۰۰۵ کال کښته ماډل موټرونو ته په هېڅ ډول د واردېدو اجازه نه ورکول کېږي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ مرستیال عبدالصمد هوتک د طالبانو مالیې وزارت د دې پرېکړې په اړه بيبيسي ته وویل، چې د ټیټ ماډل موټرونو واردول سوداګرو او د موټرونو کاروباریانو ته ګټه لري، په دوبۍ او نورو ځایونو کې ارزانه موندل کېږي، خو د هوا د ککړتیا، د موټرو خوندیتوب او د ترافیکي پېښو مخنیوي ته هم باید پام وشي.
د یادونې ده چې د طالبانو مالیې وزارت همدا څو ورځې وړاندې افغانستان ته له غیر قانوني لارو یا په کانتینرونو کې واردو شویو بې اسناده (یو کیلي) موټرونو ته هم د اسنادو ورکولو پروسه وغځوله.
د دغه وزارت لخوا د روانې اپریل میاشت پر پنځمه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې "د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د کابینې په تایید د افغانستان لاس بېاسنادو (یوکیلی) موټرو د ثبت او محصول پروسه د شته کړنلارې له مخې د روان ۱۴۰۲ کال تر پایه تمدید شوه."
په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ګوندې "د یوکیلي موټرو د ثبت او محصول په شته کړنلاره کې د خلکو اقتصادي حالت په پام کې نیول شوی او پر داسې لارو چارو فکر شوی چې د بېاسنادو موټرو مالکین وکولی شي خپلو موټرو ته اسناد واخلي."
د طالبانو مالیې وزارت په دې لړ کې بې اسناده یا یوکیلي موټرونو ته مالیه کې د کال او ماډل له مخې تخفیف هم اعلان کړی.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې که له یوې خوا افغانستان د موټرونو کاروبار سوړ او بیې یې رالوېدلي، نو له بلې خوا په ښارونو کې د بې اسناده او بې پلېټه موټرونو د ډېریدو خبرونه ورکړ شوي.
د طالبانو امنیتي ادارو او ترافیکو هم ویلي چې دا ډول موټرونه د جنايي پېښو، د عامه نظم اخلال او د ترافيکي بېنظميو لامل ګرځېدلي دي.
د طالبانو حکومت کې د ترافیکو لوی ریاست ویلي و چې یوکیلي موټرونو ته درې کلن اسناد ورکول کېږي.
د طالبانو حکومت د دې لپاره یو کمېسیون هم جوړ کړی، چې ښارونو کې د بې اسناده موټرونو د ګرځېدو مخه ونیسي او د اسنادو اخیستلو لپاره یې ګمرکونو ته معروفي کړي.
د جمهوریت په ورستیو کلونو کې هم د افغانستان لاس بې اسناده او یوکیلي موټرونو ته د اسنادو ورکولو پروسه پیل او حکومت له دې درکه سلګونه میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی و.