تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورنیو چارو وزارت: غیر قانوني موټر به ضبط شي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت په کابل او ولایتونو کې د بې اسنادو موټرو پر ګرځېدا بندیز لګولی دی.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، د بې اسناده موټرو د ثبت موده پای ته رسېدلې او په خبره یې له دې وروسته به ټول بې اسناده موټر د پولیسو له لوري ضبط شي.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال حمید روشن وايي، د نوي کال په ورځو کې که څوک د بې اسناده موټر په وسیله ښار ته د ننوتو هڅه وکړي، موټر به یې د پولیسو لخوا درول کېږي او قانون چلند به ورسره کېږي.
نژدې یوه میاشت مخکې د افغانستان مالیې وزارت د یوې بلې میاشتې لپاره د بې اسنادو موټرو ثبتولو او قانوني کولو موده غځولې وه.
د وزارت په وینا که په دې موده کې د بې اسنادو موټرو څښتنان له قانون سره سم خپلو موټر ثبت او راجستر نه کړي، موټر به یې ضبط شي.
افغان حکومت، د تېرې لړم میاشتې پر لسمه د امنیت د ښه کېدو او د دولتي عوایدو ډېرېدو په موخه د ناقانونه ګاډو د قانوني کولو بهیر پیل کړ.
د تېر کال په وروستیو کې چې په کابل کې د امنیت د ټینګښت مسؤلیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپارل شو، نوموړي په لومړنیو ګامونو کې د بې اسنادو یا یو کیلي ګاډو د قانونوني کولو پرېکړه وکړه.
مخکې په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي چارواکو ویلي، د دولت وسلوال مخالفین په چاودنو او بریدونو کې له بې پلیټه موټرو کار اخلي.
د افغانستان مالیې وزارت چارواکو مخکې ویلي، له ۳۵ زره ډېر قانوني موټر ثبت شوي او له دې لارې نژدې دوه میلیارده افغانۍ (نژدې ۲۶ میلیونه ډالر) عاید تر لاسه شوی دی.
د افغانستان ګمرکونو مسوولینو په وینا تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان ته نژدې ۴۰ زره موټر له قانوني لارې وارد شوي دي.
چارواکو په غیر قانوني توګه د وارد شویو موټرو شمېر له یادولو پرته وايي، دغه ګاډي په قاچاقي ډول یا هم هغو لارو هېواد ته راوړل کېږي، چې ګمرکونه پکې نه شته.