افغانستان کې د بې اسناده موټرو قانوني کولو بهیر پیل شو

    • Author, محمد ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د نا امنیو له زیاتېدو سره افغان حکومت پرېکړه کړې، بې اسناده موټرونه چې په 'یو کیلي ' موټرونو هم مشهوردي؛ راجسټر او ثبت کړي.

د دغو ګاډو د ثبت بهیر په رسمي توګه نن (شنبه) پیل شو.

په افغانستان کې د یو کیلي او بې اسنادو موټرونو شمېر نه دی مالوم، خو د افغانستان د ګمرکونو د عمومي ریاست چارواکي وایي، په تېرو لسو کلونو کې افغانستان ته له ۴۰ زره ډېر داسې موټر را وارد شوي چې د ترافیکو له ادارې سره نه دي ثبت او اړین اسناد هم نه لري.

خو د یو کیلي موټرونو کاروباریان بیا په هېواد کې د دغه ډول موټرو شمېر له رسمي شمېرو څو چنده ډېر بولي.

د ګمرکونو عمومي مشر خلیل الله صالح زاده وايي، حکومت او اړونده ادارې تر اوسه په دې نه دي توانېدلې چې د دا ډول موټرو د راواردولو او ګرځولو مخه ونیسي.

د قاچاقي لارو تر څنګ لوړې تعرفې بل هغه لامل دی چې بې اسناده ګاډي هېواد ته را واردېږي. د ګمرکونو ادارې مسؤلان وایي، پلان لري چې په ګمرکي تعرفو هم له سره غور وکړي.

د یو کیلي موټرونو ځینې څښتنان وايي چې له دا ډول موټرو د نوي والي او ارزانوالي له کبله ګټه اخلي، خو اوس دې ته خوشحاله دي چې موټرونه یې ثبتېږي او اسناد به ترلاسه کړي.

عین الدین د غزني اوسېدونکی دی او کلونه کېږي چې له یو کیلي موټرو ګټه اخلي، دی وايي د دا ډول موټرونو له چلولو سره دا اندېښنې وې چې د پولیسو او ترافیکو تر څار لاندې به راشي.

هغه اوس ټینګار کوي چې د بې اسناده موټرو د قانوني کولو بهیر باید ساده او اسان وي.

د مالیې وزارت چارواکي وایي، د بې اسناده موټرونو له ثبت سره د نا قانونه فعالیتونو مخه نیول کېدای شي.

د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وایي، د دې لپاره چې د ګاډو څښتنان زیان ونه ګوري، د ثبت په بهیر کې یې ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی.

د افغانستان د مالیې وزارت موټر چلوونکو ته دوې میاشتې وخت ورکړی چې خپل بې اسناده موټرونه ثبت او راجستر کړي.

د مالیې وزارت سرپرست وایي، له ټاکلې مودې وروسته که افغانستان ته هر بې اسناده موټر راشي، نیول کېږي.

د ګمرکونو ادارې هم خبر ورکړی چې د بې اسناده موټرونو د ثبت بهیر ګړندي کولو لپاره یې په ټولو ولایتونو کې لازم چمتوالي نیولي.